
د مشرانو جرګې یو شمېر سناتورانو وویل، چې د پاکستان پارلمانه راغلی پلاوی غواړي له افغان سولې سره ريښتنې مرسته وکړي.
دوی هیله ښکاره کوي چې ګوندې د پاکستان د پارلمان غړي به په دې برخه کې همکاري وکړي.
د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې عمومې غونډه کې یوشمېر سناتورانو د مشرانو جرګې له رییس فضل هادي مسلمیار څخه مننه وکړه، چې د ملت او د دوی نیوکې او اندیښنې یې په جدي توګه له پاکستاني پلاوي سره شریکې کړې دي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، له پاکستانه د سیاسي ګوندونو، د پارلمان او سنا مجلس د مشرانو په ګډون کابل ته له راغلي پلاوي ته د افغانستان اندېښنې په ډاګه کړې دي.
«هرڅومر ه ترخې خبری چې مونږ ورته ورسره کولې دوی ویلی چې مونږ راغلي یو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښط او جوړې شي، نو خدای دې وکړي، چې د دوی نیت په رښتیا هم د دې دواړوملتونو د یووالي او سولې لپاره وي ښایي دوی هم په دې پوه شوي وي چې په جنګ کې خیرنشته او دوی هم له دې حالت نه ځوریږي وخت ته به انتظار وکړو.»
مسلمیار زیاته کړه، ولسمشر هم ددغه پلاوي سره په لیدنه کې ورته پیغام ورکړی دی.
د مشرانو جرګې ځینو غړو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي ګوندونو، پارلماني او د سنا مجلس د ډلو ترمنځ دا ډول تګ راتګ ګټور وباله.
ځینې نور بیا وايي، چې پخوا هم دا ډول سفرونه شوي او ګټه یې نه ده ورکړې.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي وویل، چې له دې پلاوي سره دې ټول سناتوران وویني او خپلې اندیښنې دې ورته په ډا ګه کړي.
«د پاکستان د نظامي حکومت او د ای اس ای هغه کړنې ورته ښکاره کړي. او دا هم باید روښانه کړي چې تاسې په کوم صلاحیت راغلي یاست؟ ایا تاسو د ای اس ای په اجازه راغلي یاست؟ تاسو له هغوی سره په تفاهم راغلي یاست؟ که صرف راغلي یاست زمونږ نظریات اورۍ بېرته ځئ او څومره صلاحیت تاسې لرئ، چې د افغانستان په سوله کې تاسې شریک یاست».
تردې وړاندې د ملي یووالي د حکومت په لومړیو کې کله چې د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ډیرې نږدې وې هغه مهال افغان ولسمشر پاکستان دولت ته وړاندیزکړی و، چې د ملي شورا یو پلاوی دې افغانستان ته راواستوي، چې اړیکې نورې هم ښې شي، خو کله چې اړیکې ترینګلې شوې نو دا لړۍ وشړېده او څه موده وړاندې یو ځل بیا ددې لړۍ د را تازه کولو غوښتنه کړې وه چې افغان حکومت هم ورسره منلې وه.





