نږدې دوه کاله مخکې د ولسي جرګې له خوا له تنباکو او دخانیاتو نه د منع قانون تصویب شو. دغه قانون په عامه ځایونو، هوټلونو، کافي شاپونو ټيکسیانو او نورو نقلیه وسایطو کې د سګرېټو، قلیون او نورو دخانیاتو څکول منع کړي وو.
په دې قانون کې ویل شوي وو، چې له سرغړونکیو سره به قانوني چلن کېږي.
خو د کافي شاپونو او هوټلونو د کارکوونکیو په ګډون ځېنې کابل ښاریان وايي، چې له تنباکو او دخانیاتو نه د منع قانون پلي کوونکیو تر اوسه د دې قانون د پلي کولو په اړه څه نه دي کړي. د کابل ښار د یو مشهور کافي شاپ خدمتګار محمد بلال سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې هره ورځ یو شمېر ځوانان د قلیان د دودولو، تفریح او ساعت تېرۍ له پاره د دوی کافي شاپ ته ورځي. د بلال پر وینا، په سلو کې ۴۰ سلنه مراجعین یې ښځې دي.
مسعود صوفي زاده، چې په یو کافي شاپ کې قلیان څښلو ته ناست و؛ سلام وطندار ته وویل، چې تر اوسه یې نه دي په یاد چې کوم شخص، پولیس یا کوم بل ارګان په عمومي ځایونو کې له تنباکو او دخانیاتو نه د منع قانون پر طبیق نیولی وي.
د تنباکو او دخانیاتو نه د منع قانون د پلي کولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت هم مسوولیت لري، په دې اړه د دغه وزارت چارواکي وايي، چې تر خپلې وسې یې د دخانیاتو د مخنیوي په برخه کې هڅې کړې دي.
د دوی په خبره، دغه وزارت د ښاروالۍ په مرسته په ښار کې د سګرېټو او د نورو ټولو دخانیانو په اړه ځړول شوې تبلیغاتي لوحې له ښار څخه ټولې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو رییس اسماعیل کاووسي وايي، د دخانیاتو په اړه په ښار کې دغه ناسم حالت د کورنیو چارو وزارت او په دې برخه کې د نورو مسوولو ادارو د نه همغږۍ له امله دغه کار شوی دی.
په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي، چې دوی په دې برخه کې جدي اقدامات کړي دي، خو زیاتوي، چې په ټول هېواد او پلازمېنې کې د دخانیاتو نه د منع قانون پلي کول وخت ته اړتیا لري.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې برخې رییس ډاکټر ادریس توخی چې په دې برخه کې مسوولیت لري؛ وايي، چې د دوی بشري سرچینې کمې دي او نه شي کولی د ښار په ټولو هټیو او هوټلونو وګرځي او ځېړنې وکړي.
دی وایي، چې د انساني امکاناتو له مخې په کال کې یوځل کولی شي، چې په دې اړه د ښار هوټلې او هټۍ ارزیابي کړي.
توخی وايي، چې د کابل ښار د هوټلونو مالکان په عامه ځایونو کې د دخانیانو له استفادې د منع په برخه کې د شته مادو په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
ټاکل شوې، چې دغه هوکړه د بېنرونو په ډول چاپ او په هوټلونو کې د ننه وځړول شي.