ولسي جرګې په ۴ وزیرانو کې ۳ ته بیاځلي د باور رایه ورکړه

ولسي جرګې د خپلو استیضاحیه غونډو په دوام نن سه شنبې د (نومبر پر ۱۵مه) څلور وزیران استیضاح کړل، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر څخه یې د باور رایه بېرته واخيستله او د کرنې او مالدارۍ، د مخدره توکیو پر ضد د مبارزې او د برېښنا او  انرژۍ وزیرانو ته یې د باوررایې ورکړې.

ولسي جرګې د ۱۳۹۴ کال د پراختیایي بوديجې د ۷۰ سلنه د نه لګښت له امله د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي، د برېښنا او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني او د نشه یي توکیو پر ضد د مبارزې وزیره سلامت عظیمي استیضاح کړي وو.

وکیلانو، وزیرانو ته د هغوی په نه شتوالي کې د باور او نه باور رایو په موخه صندوقونه کېښودل، چې په پایله کې یې د برېښنا او انرژۍ وزیرعلي احمد عثماني ۱۱۵ تایيد او ۶۰  رد رایې،  د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمير ۱۳۱ تایيد او ۶۲ رد رایې، د نشه یي توکیو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي ۷۲ تایيد او ۱۱۴ رد رایې واخیستلې، چې درې واړه وزیران په استیضاح کې بریالي او په خپلو دندو پاتې شول؛ خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د  ۴۹ تایيد او ۱۴۷ رد رایو په ترلاسه کولو سره سلب صلاحیت شو.

د ولسي جرګې لومړي نایب عبدالظاهر قدیر له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې دې وزارت ته د باور رایو د تر لاسه کولو له پاره ولسي جرګې ته بل نوماند وروپېژني.

ولسې جرګې په روانې اونۍ کې ۱۳ تنه وزیران استیضاح کړي دي، چې له دې ډلې ۶ تنو یې له ولسې جرګې د باور رایې ترلاسه کړې او پاتې ۷ تنو د ولسي جرګې د باور رایې وانه‌اخیستلی شوې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام