ولسي جرګې په وروستۍ ورځ ۴ نور وزیران استیضاح کړي

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنک وزیرعبدالباري جهاني، د اقتصاد وزیرعبدالستارمراد، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسېن عالمي بلخي او د عامې روغتیا وزیرفیروزالدین فیروز د ۱۳۹۴ لمریز کال د پراختیایي بودیجې د ۷۰ سلنې نه لګښت له امله استیضاح کړي دي.

وزیران غونډې ته نه دي حاضر شوي، خو د ولسي جرګې غړو د تېرو څو غونډو په شان د دوی په غیاب کې صندوقونه ايښي، څو د باور او نه باور رايو په اړه يې پریکړه وکړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي د بودیجې د ۷۰ سلنه لګښت او نه لګښت په اړه په ليکلي ډول راپور ور استولی دی.

ده له وکیلانو غوښتنه وکړه، چې دا راپور ولولي او له هغه وروسته دې د تایید یا نه تایید رایه ورکړي.

دغه راز د ولسي جرګې رییس زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرعبدالباری جهاني څه موده وړاندې خپل استعفا لیک ولسمشر ته وړاندې کړی دی، خو د ولسمشر لخوا تراوسه نه دی منل شوی.

د هغه پر خبره، په همدې همدې دلیل د نن ورځې په استیضاح کې شامل نه دی.

خو هغه دا هم وویل، که چېرې د باري جهاني استعفا د ولسمشر له خوا و نه منل شوه، نو استیضاح به شي.

په همدی حال کې د ولسي جرګې غړي ډاکتر رمضان بشر دوست پر وکیلانو اعتراض وکړ، چې دوی ځينو هغو وزیرانو ته هم د دویم ځل له پاره د باور رایې ورکړې، چې خپله ۷۰ سلنه پراختیايي بودیجه يې نه وه مصرف کړې.

ده وویل، چې د دغه دوه ګوني چلند په هکله باید جدي څېړنې وشي.

هغه د دغې مسلې د جدي نه نيولو په اعتراض له تالار څخه بهر شو.

د یادونې وړده، چې ولسي جرګې ټولټال د ۱۷ وزیرانو د استیضاح پریکړه کړې وه او نن چهارشنبه (نوامبر۱۶مه) به د استیضاح لړۍ پای ته ورسېږي، خو تر اوسه د ۱۳ تنو استیضاح شویو وزیرانو له ډلې ۶ وزیرانو د باور رایه بېرته ترلاسه کړې او ۷ تنه نور يې سلب صلاحیت شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام