د ولسي جرګې غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې له افغانستان سره د ایټالیا د ۶۵ میلیونه یورو د پور هوکړهلیک تصویب کړ. دا پیسې د خواف – هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو لګول کېږي.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي وايي، دا پور په درېوو پړاوونو کې ورکول کېږي چې په لومړي پړاو کې به ۲۰ میلیونه یورو افغان دولت ته ورکړي.
د دغه کمېسیون د غړیو په خبره، دا څلوېښت کلن پور دی چې له ۲۹ کلونو وروسته به بېرته ورکول کېږي او کومه اضافي ګټه هم نه لري.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني یاد هوکړهلیک له بحث وروسته د دې جرګې عمومي غونډې ته رایې ورکونې لپاره وړاندې کړ چې د رایو په ډېروالي سره تصویب شو.
په پام کې ده پر یادو پور شویو پیسو د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې، دویم فاز له ربات بریان سیمې نه د هرات تر هوايي ډګر پورې ورغول شي.
د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې، د لومړي فاز جوړولو هوکړهلیک په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او یوه قزاقستاني شرکت ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.