ولسي جرګې د “ټوټاپ” داخلي ستونزو د څېړلو له پاره کميسیون ټاکلی

د ولسي جرګې یو شمېر غړو له ترکمنستانه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولته برېښنا مزي تګلوري عادلانه څېړنې په غوښتلو سره وايي، چې یو شمېر مشران غواړي د ټولنیزعدالت په نوم قومي او سیمه ییزو لانجو ته لمن ووهي.

دوی وایي، دغه کسان غواړي هېواد ناورین سره مخ کړي.

د ولسي جرګې ځېنو غړیو نن (شنبه می ۷مه) د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې ځېنې مشران په دې پلمه قومي او سیمه ییزو مسلو ته لمن وهي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، دوی له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا د لېږد تګلوري عادلانه څېړلو له پاره یو کمېسیون ټاکلی، چې دې مسلې ته د حل لاره پيدا کړي.

ابراهیمي وویل، ولسي جرګه یو واکمن  کمېسیون ګومارلی دی، چې د جرګې ځېنو غړیو د شکایت په اړه له حکومت سره خبرې کوي او وروسته به پرې تصمیم ونيول شي.

ځېنې وکیلان په دې اړه وویل، چې له برېښنا پرته ژوند ستونزمن دی، خو له ملي یووالي پرته په هېواد کې ژوند ناشونی دی او د ولسي جرګې له مشرتابه پلاوي وغوښتل، چې په دې اړه دې غلي پاتي نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت تېره اونۍ اعلان وکړ، چې له ترکمنستانه افغانستان ته د وارداتي بریښنا مزي د لګښت او د وخت د امتیاز درلودلو په خاطر له سالنګه تېرېږي، چې دې مسلې د یو شمېر وطنوالو اوځېنو دولتي چارواکیو غبرګونونه را وپارول.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اجرایوي رییس دویم مرستیال محمد محقق، د سولې عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي او د ملي شورا ځېنو غړیو ویلي وو، له دولت سره به هله همکاري وکړي چې دغه مزی له بامیانو تېر شي.

له بل لوري د حکومت پر دې پرېکړې د معترضینو له ډلې داود ناجي په دې اړه سلام وطندارته وویل، چې حکومت باید متوازنه پراختیا په پام کې ونیسي او د ترکمنستان برېښنا مزی له بامیانو کابل ته راولېږدوي له دې پرته به ډېر ژر د روښنايي غورځنګ تر سرلیک لاندې خپل مدني حرکتونه پیل کړي.

ناجي زیاته کړه، له بامیانو د برېښنا مزي لېږد ګټه ټولو قومونو ته رسېږي، خو حکومت هڅه کوي چې دا مسله قومي وښيي.

په همدې حال کې د بریښنا شرکت مسوولان وايي، چې الماني شرکت فیشنر له لومړیو څېړنو وروسته بله څېړنه وکړه، چې پر بنسټ يې د سالنګ لار لنډه او لږ لګښت غواړي او ډېر ژر یاده پروژه بشپړېږي.

د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي سلام وطندارته وویل، چې د بامیانو له لارې د مزي غځول۸۰ کیلومتره زیاتېږي او هر کیلو متر له ۴ تر ۵ سوه زرو ډالرو لګښت لري.

توحیدي زیاته کړه، چې کابل ته د بامیانو له لارې د برېښنا لېږد مزي غځول له ۵ کلونو زیات وخت نیسي او دغه کار د هېواد اقتصاد زیانمنوي.

له دې ټولو سره سره، د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې افغان دولت او د۵۰۰ کیلو ولته برېښنا مزي غځولو پروژې ملاړي دی، چې په دوو کلونو کې مرکزي ولایتونو ته برېښنا ورسوي او دغو ولایتونو ته له کابل او سویلي ولایتونو مخکې د ترکمنستان برېښنا ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام