ولسي جرګې د بودیجې کم لګښت له امله وزیرانو ته ګواښ کړی

د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د نن (دوشنبه) ورځې په عمومي غونډه کې د پراختیايي بودیجې لګښت په څرنګوالي خبرې وکړې او اندېښنه وښوده، چې ځینو دولتي ادارو پراختیايي بودیجه کمه مصرف کړې ده.

وکیلانو په غونډه کې وړاندیز وکړ، هغه وزیران باید استیضاح شي، چې بودیجه یې کمه لګولې ده.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځي وطندوست وویل، هغو وزیرانو او دولتي ادارو چې پراختیايي بودیجه له ۳۰ تر ۵۰ سلنه کمه مصرف کړې باید استیضاح شي.

دی وايي، مخکې له دې چې ولسمشر دغه کسان له دندو لرې کړي باید ولسي جرګه دغه کار وکړي.

ځاځي وویل، هغه شمېر وزیران چې له ټاکلې کچې کمه بودیجه نه وی مصرف کړي د قانون له مخې سلب صلاحیت شي.

له دې مخکې ولسمشر وزیرانو ته ګواښ کړی و، که پراختیایي یودیجه په سم او زیات ډول ونه شي لګولی له دندو به یې لرې کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر، چې د غونډې مشرې یې کوله وویل، په هېواد کې بې شمېره اړتیاوې موجودې دي مسوول چارواکي باید په تخصیص ورکړل شوې بودیجه هرومرو ولګوي.

دی وايي، وزیران باید بهرنۍ مرسته شوې پیسې او پراختیايي بودیجه په پوره ډول مصرف کړي.

هر کال د پراختیایي بودیجې د نه لګښت له امله وکیلان چارواکو ته ګواښ کوي او هغه وزیران چې بودیجه یې کمه لګولې وي استیجواب یې کړي، خو تر اوسه هېڅ کوم وزیر د بودیجې د کم لګښت له امله سلب اعتماد شوی نه دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام