د ولسي جرګې د نن ورځې غونډې ته د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي، د عامې روغتیا وزارت معینې ناجیه طارق، د عدلیې وزارت معین سید محمد هاشمي، د کرنې او مالدارۍ وزارت معین حمیدالله همدرد او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت معین وهاب الدین سادات د ۱۳۹۵ کال کاري راپورونو تر څنګ د ۱۳۹۶ کال پلانونو په اړه ریپوټونه وړاندې کړل.
د عامې روغتیا وزارت معینې ناجیې طارق د راتلونکي کال پلانونو په اړه وویل، په پام کې لري، چې د ټول هېواد په کچه ۳۷۹ روغتیایي مرکزونه، ۳۱۰ د واکسینونو لګولو مرکزونه، ۷۰۰ روغتیایي پوستې او ۳۰ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.
د مېرمن طارق پر وینا دا روغتونونه به په هرات، بلخ، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې جوړشي.
د غه راز د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته د کرنې او مالدارۍ وزارت معین حمیدالله همدرد وویل، د راتلونکي کال له پاره به ۱۰۰۰ ټنه غنم وپېري او په بېلابېلو ولایتونو کې به د پیستو ۲ زره او ۹۲۰ باغونه جوړ کړي.
همدرد زیاته کړه، د ۵ مسلخونو کار به هم بشپړ شي او د چرګانو له پاره به د مارکېټونو د جوړولو ترڅنګ ۸ سړې خونې هم جوړې کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وویل، راتلونکی کال ۲۹ ولایتونو کې په ۳ زره او ۷۳۴ هکټاره ځمکه د سېروس، پستې، انار، انګور، زردالو، چهارمغز، مڼې، کرنیزې بستي او د نیالګیو باغونه جوړ کړي.