د ولسي جرګې غړیو نننۍ عمومي غونډې کې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په اړه د بشري حقونو د څار نړۍوال بنسټ رپوټ له حقیقته لېرې او د افغان مشرانو پرضد کړنه وبلله.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي دا د افغانستان د دوښمنانو کار بولي او وايي، دوښمنان سیاسي موخې لري او هڅه کوي چې د افغانستان ملي شخصیتونه نومبدي کړي.
د هغه په وینا، ولسي جرګه د دفاع سرپرست وزیر پر ضد د خپور شوي رپوټ غندنه کوي.
ښاغلي ابراهیمي په ټینګار سره وویل چې دا ډول رپوټونه د افغانانو او د دفاع وزیر په ارادې ناوړه اغېز نهشي کولی.
دغه راز د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی د بشري حقونو نړۍوال څار بنسټ له لوري خپور شوی رپوټ غیرعادلانه ګڼي او وايي، هغه څوک چې د افغانستان ملي ګټو ته ژمن وي؛ د ځېنو بنسټونو له لوري په بېلابېلو پلمو د بشري حقونو سرغړوونکی معرفي کېږي.
د ښاغلي بارکزي په باور، د افغانستان څلویښت کلنه جګړه کې داسې ډېر کسان شته چې په واقعیت سره یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي؛ خو ټول یې پر وړاندې پټه خوله دي.
هغه وویل، که د بشري حقونو نړۍوال څار بنسټ رپوټ واقعیت لري؛ ولې دا راپور په تېرو کلونو کې نه خپرېد.
ده پر اسدالله خالد او امرالله صالح غږ وکړ چې د پاکستان او ایران په ګډون یې ټول ۱۰۰۰ تنه دوښمنان او پاتې ټول وافغان ولس یې تر شا ولاړ دی.
تېره ورځ مشرانو جرګې هم د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر په اړه د بشري حقونو نړۍوال څار بنسټ رپوټ له حقیقته لېرې بللی و.
دا داسې مهال دی چې د تېرې شنبې په ورځ د بشري حقونو نړۍوال څار بنسټ د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د بشري حقونو په سرغړونو او وهلو ټکولو تورن کړیو.