ولسي جرګې نن دوشنبې د (اپرېل پر ۱۰مه) په خپلې عمومي غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د کورنیو دندو او اصولو سره سم به هر وکیل له پرلهپسې ۲۰ ورځني غیرحاضرۍ وروسته؛ له ټولو امتیازاتو او غونډو کې له ګډونه محروم کړي.
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی د جرګې اداري پلاوي د خپلو کورنیو کړنلارو په عملي کولو ټینګار کوي. ده زیاته کړه، چې د جرګې د کړنلارې په ۷۳یمې او ۱۱۹مې مادې کې د غیرحاضرو وکیلانو په اړه پوره وضاحت ورکړل شوی او ویل شوي، هغوی چې په پرلهپسې ډول ډېره غیرحاضري کوي؛ له امتیازاتو محرومېږي.
د جرګې ډېرو غړیو هم د دې اقدام ستاینه وکړه او دا یې پر ځای ګام وبللو.
د ولسي جرګې ځېنې غړیو په ټینګار سره له اداري پلاوي نه غوښتنه وکړه، چې غیرحاضرو وکیلانو لېست دې جوړ او د هغوی اړوندو ټاکنیزو حوزو ته دې ولېږي، چې په راتلونکې کې یې موکلان ونهغولېږي او ولسي جرګې ته د بریالیتو پهپار رایه ونهکړي.
دوی زیاته کړه، چې یو شمېر وکیلان د غیرحاضرۍ تر څنګ نورې ستونزې هم لري، چې د پلټنې لهپاره یې باید یو پلاوی وټاکل شي.
د ولسي جرګې غړي انجینیر ذکریا ذکریا د ټولو کورنیو دندو او اصولو د عملي کېدلو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې ځېنې وکیلان داسې کارونه کوي، چې د هغوی له شان سره نه ښيي. ذکریا بېلګه ورکړه، چې یو شمېر هغه له وسلو سره په زور تالار ته راننوځي، چې غیراخلاقي کړڼه ګڼل کېږي.
محمد نعیم لالي حمیدزي هم په ورته وخت کې په ټینګار سره وویل، د جرګې د دندو ټول اصول باید یوازې په غیرحاضرو وکیلانو نه، بلکې د کمېسیونونو په غونډو کې هم په غیرحاضرو وکیلانو عملي شي.
ولسي جرګه د غیرحاضرو وکیلانو په اړه دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې د دې جرګې اکثره غونډې د نصاب د نه پوره کېدا له امله بېپایلې پای ته رسېږي.