ولسي جرګه: د رسنیو په شمول د خصوصي سکټور له‌پاره دې ځانګړې کاري طرحه جوړه شي

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې ځېنو وکیلانو پر خبریالانو برید د وینا پر ازادۍ برید بولي او له حکومته غواړي د خبریالانو امنیت او خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د جرګې غړی سید جمال فکوري بهشتي وویل، تېرو ۱۷ کلونو کې د افغان دولت او نړۍوالې ټولنې یوازېنۍ لاسته راوړنه د وینا ازادي او رسنۍ دي چې پر خبریالانو برید دغه لاسته راوړنه تر پوښتنې لاندې راولي.

د هغه په وینا، د کابل دوشنبې ورځې په برید کې د خبریالانو له وژل کېدو وروسته د هغوی کورنۍ له نورو ننګونو سربېره اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حکومت باید دغه پېښه په جدي توګه تعقیب کړي.

ښاغلی بهشتي وايي، اړتیا ده د ټولو خصوصي بنسټونو د کارکوونکیو ګومارنې په اړه ولسي جرګه د قانون طرحه جوړه کړي ترڅو د خصوصي برخې د کارکوونکيو کورنۍ د ده په نه‌شتون کې له ستونزو سره مخ نه‌شي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم وايي، د دولتي کارکوونکیو د ګومارنې قانون په څېر دې وکیلان د خصوصي بنسټونو د کارکوونکیو ګومارنې په اړه یوه طرحه جوړه کړي.

هغه زیاتوي، د جرګې د کورنیو دندو له اصولو سره سم باید وکیلان د دې وړاندیز وکړي چې داسې یو قانون ته اړتیا شته ده.

ورته وخت کې د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن ورځ په کابل کې د مطبوعاتو نړۍوالې ورځې نمانځغونډې کې حکومت د هېوادوالو امنیت په تامینولو کې پاتې وبللو.

افغان حکومت داسې حال کې د مې له درېیمې د مطبوعاتو نړۍوالې ورځې په توګه نمانځنه کوي چې په وروستۍ یوې میاشت کې په کابل، کندهار او خوست ولایتونو کې ۱۱ خبریالان ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام