کورونا؛ که د کابل وضعیت ښه نه‌شي پر ګرځېدو بنديز به له ۳ اوونیو ډېر شي

شپږ ورځې وړاندې د حکومت له لوري په کابل ښار کې د درېیو اونیو لپاره په ګرځېدو ځکه د بندیز طرحه تصویب شوه چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي؛ خو چارواکي وايي، که وضعیت بحراني شو، دا طرحه به و غځېږي.

د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو چارواکي د پلازمېنې او ټولو ولایتونو له اوسېدونکيو غواړي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره په کورونو کې پاتې شي او په روغتیايي لارښوونو عمل وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، که چېرې د کابل او نورو ولایتونو وضعیت ښه نه شي، دغه وزارت به کابل او نورو ولایتونو کې پر ګرځېدو بنديز نور هم غځوي.

کابل کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتېدو سره، دولتي مسوولانو ویلي چې دغه بنديز به نور هم زیات کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین سلام‌وطندار ته وايي، سره له دې چې کابل ښار اوس هم پر ګرځېدو د بنديز مرحله کې دی، خو خلک دغو قیوداتو ته په جدي توګه پام نه کوي.

ارین له خلکو غواړي چې کورنیو چارو وزارت سره په همکارۍ د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې تګ راتګ ته هغسې پام وکړي، لکه څنګه چې حکومت ويلي، که نه نو پولیس به د هغې پرېکړې پر بنسټ عمل وکړي چې کورنیو چارو وزارت په پام کې نیولې ده.

له کورونا ویروس سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې د پرېکړې پربنسټ کابل ښار کې د درېیو اوونیو لپاره پر ګرځېدو بنديز لګول شوی دی.

د دغې پرېکړې پر بنسټ، کابل ښار او ولسوالیو کې له عامې روغتیا وزارت، امنیتي ارګانونو او ښاروالۍ پرته ټول وزارتونه او نورې دولتي ادارې تر درېیو اوونیو پورې ځنډول شوې دي.

د ټول هېواد په کچه تراوسه د کورونا ویروس ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۴يې مړه شوي او لس نور بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام