ولسمشر غني د کابل امنیت د ټینګښت له‌پاره ۶ میاشتې وخت وغوښت

افغان ولسمشر محمداشرف غني د یکشنبې پر ورځ کابل کې د انسجام او څارنې ۲۰ مې غونډې کې د پلازمېنې کابل امنیت د ټینګښت له‌پاره له هېوالو ۶ میاشتې وخت وغوښت او ټینګار يي وکړ، چې د پلازمېنې امنیت تامین له‌پاره د ښار د څارنې کچه لوړوي.

ده وویل، چې د امنیتي تدابیرو لومړی پیل په راتلونکې اوونۍ کې کېږي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې د کابل د امنیت د ټینګښت له‌پاره کورنیو چارو او دفاع وزارت کې پر سمون سربېره په مرکز کې د اوزګارتیا راټیټولو په موخه د کارموندنې بېړنۍ بسته هم جوړه شوې، چې ډېر ژر به پلي شي.

افغان ولسمشر هېواد کې حکومتوالي له حده زیاته متمرکزه وبلله او ټینګار يي وکړ، چې د امنیت له ټینګښت په موخه د خدمتونو وړاندې کول او د اړتیاوو پیژندل، د سیمه‌ییزې زده‌کړې درک به د حکومتوالۍ په جوړښت کې بدلون راولي.

ولسمشر همدا راز وویل، چې هېواد کې پېچلې او ژورې قومي ناخوښۍ شته چې د پخوانیو حکومتونو نه پاملرنې او تبعیض له امله دي.

ولسمشر محمد اشرف غني له وطنوالو سره د غونډو له لارې د افغانستان د قطبي کېدو د مخنیوي ژمنه وکړه.

د انسجام او څارنې ۲۰ مه غونډه د ماليې وزارت او یوناما په کوربتوب د کابینې د یو شمېر غړیو، بهرنیو چارواکیو او خصوصي سکتورونو د غړیو په ګډون په کابل کې وشوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام