د افغانستان ملي شاعر خوشحال خان خټک په اړه دغه څلور ورځني نړيوال کنفرانس له کابل پوهنتونه پيل او نن د ارګ په ماڼۍ کې پای ته ورسېد.
ولسمشر محمداشرف غني چې د دغه سیمینار په وروستۍ ورځ یې ګډونوالو ته خبرې کولې وویل، تر خوشحال خان خټک پرته په پښتو او پښتونولۍ پوهېدل ګران دي او زه له دغه ستر شاعر او نابغه سره ځانګړې مینه لرم او ټول اثار مې یې هم لوستي دي.
ولسمشر غني په پېښور کې د یوه فرهنګي مرکز جوړولو او هلته د مشاعرو او ادبي فعالیتونو لهپاره د یوه مناسب ځای موندلو لارښوونه وکړه. نوموړي د افغانستان له علومو اکاډمۍ او نورو ادارو وغوښتل چې تر دې وروسته دې د پښتونخوا او کوټې اړوندو لیکوالانو او ادیبانو د اثارو په چاپولو کې فعاله ونډه واخلي.
ولسمشر زیاته کړه، د خوشحال، شيخ سعدي او امير عليشېر نوايي په افکارو کې يووالی شته او دغه مشترک افکار په پنځمه پيړۍ کې د نظامالملک په سياست نامه او نورو اسلامي اثارو کې شته.
هغه د خوشحال د زمانې سياسي او ټولنيز وضيعت ته په اشارې وویل، اکوړه خټک د مغل سلطنت په زمانه کې د هند، منځنۍ اسيا او ايران ترمنځ د شاهانو، صوفيانو او تجارانو د تګراتګ مهمه لار وه. غني د هغه مهال د پښتنو خانانو ترمنځ د مېلمه پالنې او سخاوت پر ارزښتونو هم رڼا واچوله.
په همدې حال کې له پښتونخوا څخه راغلي فرهنګي شخصيت اباسين يوسفزي هم د نابغه خوشحال د ستر فکر ستاينه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د بابا اثار دې نورې نړۍ او قومونو ته هم ورسول شي. هغه وويل خوشحال د يوې داسې پرمختللې ټولې جوړول غوښتل چې جمهوري رنګ ولري.
نوموړي زیاته کړه، که موږ خوشحال نورو قومونو او نړۍ ته رسولی وای، اوس به بابا د نړۍ د سترو شاعرانو په کتار کې و.
ولسمشر غني د کنفرانس د ګډونوالو هغه غوښتنې هم ومنلې چې له مخې به یې د غوره ادبي اثارو لیکلو لهپاره د «خوشحال بابا مطبوعاتي او فرهنګي جایزه» وټاکل شي.
دغه راز د خوشحال بابا پر اثارو باید نوې څېړنې وشي، د خوشحال خان بابا اثار به د یونسکو ژبو ته وژباړل شي او هم به د خوشحال بابا د قلمي نسخو ساتلو لهپاره هم ګامونه پورته شي.
د نابغه خوشحال د غزل ښکلا په اړه د اجمل ښکلي کتاب، پر دستارنامې د ډاکټر عبد الرحيمشاه خټک څېړنه، د خوشحال بابا د نظمونو د پوهاوي په اړه د لعل پاچا ازمون له خوا را ټولې شوې مقالې، د عبدالغفور لېوال ليکل شوې حماسه، په ۱۹مه پېړۍ کې د افغانستان ادبياتو په اړه د محمدطاهر کاڼي لیکلی نثر او دغه راز د ارواښاد عزيز الدين پوپل ليکل شوی اثر، د افغانستان د مطبوعاتو د تاريخ په اړه هغه تازه چاپ شوي اثار دي چې د دغه کنفرانس تر څنګ چاپ شوي دي.