د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني پرون شپه د (ډېسمبر پر ۲مه) د امریکا د متحدو ایالتونو له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ټیلیفوني خبرو کې افغان ولسمشر د امریکا منتخب ولسمشر ټرمپ ته د مبارکۍ تر څنګ هغه او د هغه کورنۍ ته د بریالیتوب هیله وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر غني ټرمپ ته ویلي:" د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ اړیکه د دوو ملتونو د ګډو سټراټيژیکو ګټو په اساس ده او تمه ده، چې دغه رابطه به ستاسې د جمهوري ریاست پر مهال تر پخوا لا پياوړې او پراخه شي".
خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني ترورېزم سره په مبارزه کې د امریکايي ځواکونو د قربانیو او افغانستان سره د امریکا د دولت او ملت له مرستو قدرداني وکړه، او ټینګار یې وکړ، چې ترورېزم سره ګډې مبارزې امریکا د افغانستان د خلکو په بنیادي او محوري شریک بدله کړې ده.
افغان ولسمشر د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د افغانستان د پرمختیا لهپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پانګونې ثمر ته د رسېدو په لومړنیو پړاوونو کې دي.
د ده په خبره، چې د دغو هڅو دوام کولی شي داسې زمینه برابره کړي، چې افغانان وکولی شي له خپلو پرېمانه طبیعي سرچینو څخه چې لري یې اغېزناکه ګټه واخلي، خوځنده اقتصاد رامنځته او خودکفا شي.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي، چې په دغې ټیلیفوني اړیکې کې د امریکا منتخب ولسمشر د افغانستان طبیعي زېرمې د پام وړ وبللې او د خپلې ادارې له خوا یې ډاډ ورکړ، چې د افغانو او دولت سره په دغه ډګر کې د اغېزمنې ګټنې په پار مرسته وکړي.
ټرمپ زیاته کړه، افغانستان د اقتصادي انکشاف په برخه کې مناسب پوټانشیل لري، چې طبیعي زېرمې يې په دغه برخه کې کلیدي عنصر ګڼل کېږي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان د امنیتي مسایلو په هکله هم خبرې وکړې. ولسمشر غني د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو او هڅو ته اشاره وکړه او دا ځواکونه یې په هېواد کې د ثبات بنسټ وبلل.
خبرپاڼه همدرانګه وايي، ده په ورته کې د امریکا او د ناټو غړیو د نږدې لسو زرو ځواکونو د ملاتړ او د هغوی له تخنیکي او مالي مرستو قدرداني وکړه او دغه مرستې یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوکمنولو کې حیاتي وبللې.
د امریکا منتخب ولسمشر هم خلکو څخه په دفاع کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کړنو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ، چې د امریکا متحد ایالتونه به د ده د ولسمشرۍ په دوره کې د پخوا په شان د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ ولاړ وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټرمپ زیاته کړه، که چېرې افغانستان زیاتو امنیتي همکاریو ته اړتیا ولري، د ده اداره به د اړتیاوو تر ارزونې وروسته د لا زیات امنیتي ملاتړ تامین ته پام وکړي.
دواړو مشرانو د سیمهییزو مسایلو او ترورېزم سره د مبارزې په اړه نظرونه سره تبادله کړل، دا چې د سیمهییز تروریزم ګواښ د افغانستان او سیمې ثبات ګډوډوي د ترورېزم د ملاتړیو دولتونو او عناصرو په شاخصونو وغږېدل او په دې برخه کې يې په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو غاړیو ترورېزم او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د سیمهییزو همکاریو او مشارکت پر پراختیا ټینګار وکړ.
د خبرو په دوام دواړو ولسمشرانو د یو بل هېواد ته د ورتګ په پار بلنې ورکړې.