افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه (فبروري ۱۱مه) په کابل کې د هوايي ځواکونو په تطبیقاتو کې وویل، افغانستان د هوايي ځواکونو پر پیاوړتیا سره سوله ټینګوي.
هغه د افغانستان د هوايي ځواکونو په ځانګړي نمایشي پروګرام کې زیاته کړه، چې افغان حکومت د افغانستان هوايي قواوو ته توجه زیاته کړې او په راتلونکو کلونو کې به لاهم پياوړی شي.
ولسمشر اشرف غني ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد هوايي ځواک به د افغانستان له خاورې په مېړانه دفاع وکړي.
د معلوماتو له مخې تر اوسه افغانستان له سلو زیاتې نظامي الوتکې لري او له ځينو څخه په اوسنيو جګړو کې هم کار اخیستل کيږي.
ولسمشر زیاته کړه، د ټولو جنرالانو، سر تیرو، افسرانو، او ولس هیله دا ده چې په هیواد کې سوله تامین شي: " د سولې پیغام څرګند دی خو سوله د اساسي قانون له مخې او با عزته چې په کې د خلکو حقونه تامین وي استوار ده او دا سوله هم د جګړې هم د سیاست په ډګر کې مخ ته وړو."
په همدي حال کې په وروستیو کې نا امنیو، وزګازتیا او له هیواده د ځوانانو تیښتې د حکومت او ولس تر منځ واټن رامنځته کړی او ولس د ښي راتلونکې له پاره نا هیلی شوی دی.
خو نن بیا هم ولسمشر د ټولو ستونزو هواري په اړه خبرې کوي او ولس ته د یو روښانه راتلونکې زیری ورکوي:" انشا الله یوه یوه ستونزه هواریږي او د هیوادوالو اساسي هیله به پوره شي چې هغه امنیت، ټیکاو او یو ښه ژوند دی."
ولسمشر زیاته کړه، هغه ډلې چې سوله نه مني او حکومت سره نه یو ځای کیږي ګوښه کیږي.
دا داسې مهال دي چې ټاکل شوې د افغان سولې په موخه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو څلور اړخیزه، څلورمه غونډه د روانې فبروري میاشتې په ۲۳ مه نیټه په کابل کې جوړه شي.