په پام کې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای په غونډه کې د تروریزم او ترهګریزو فعالیتونو پر ضد خبرې وکړي.
محمد اشرف غني تيره ورځ د شانګهای۷مه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي سلاموطندار ته وویل، چې ولسمشر غني په دې غونډه کې د ترهګریزو ګواښونو چې د سیمې یوشمېر هېوادونو لمن يې هم نیولې خبرې اترې وکړې.
" افغانستان تمه لري چې د شانګهای غړي هېوادونه د سولې ثبات او له ترهګرۍ سره مبارزې ته پام زیات کړي ځکه چې ترهګري ټولو هېوادونو ته ګډ ګواښ دی."
د مرتضوي پروینا، ولسمشر به د دې غونډې په څنډه کې د چین له ولسمشر او یوشمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه خبرې وکړي.
د ارګ په خپره کړې خبر پاڼه کې راغلي، چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ولسمشر ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر، په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د و لسمشر ستر سلاکار شاه زمان میوندي له ولسمشر محمد اشرف غني سره ملتیا کوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د کابل ـ کونړ پر اوبو د برېښنا پروژې د سروې او طرحې کار به د یوې چینايي کمپنۍ له خوا په ۶ میاشتو کې بشپړ شي.
یل کیږي اوس مهال افغانستان، بلاروس، ایران او مغولستان ددغه سازمان د څار غړي دي.