ولسمشريزې ټاکنې؛ جمعیت اسلامي ګوند خپل نوماند لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح‌الدین رباني وايي چې دا ګوند ولسمشريزو ټاکنو له‌پاره خپل نوماند لري.

ښاغلي رباني دا څرګندونې د ناټو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په وروستۍ ورځ وکړې.

د ده په خبره، د نوماند د ټاکلو له‌پاره خبرې روانې دي او په مناسب وخت کې به اعلان شي.

ښاغلي رباني د ناټو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ورځې د غونډې په اړه وویل چې غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خپلې ژمنې بیان کړې.

ده د افغانستان د سولې په اړه د ناټو سازمان او نړۍوالې ټولنې له قربانیو مننه وکړه او ویې ویل چې له پارلماني ټاکنو ملاتړ په ښکاره توګه له حکومته په دیموکراتیکه توګه د حمایت معنا ورکوي.

د هغه په وینا، ناټو سازمان د سولې په اړه د افغان حکومت د هڅو هرکلی وکړ او په‌دې ډول بهیرونو کې د ښځو ګډون اغېزمن بولي. د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم وانه‌اخېست خو ویې وویل چې په‌دې دوې ورځنۍ غونډې کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل شول چې د وسله‌والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي کال د وري پر ۳۱مه نېټه وشي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نټې له اعلان وروسته د سیاسي ګوندونو او جریانونو ترمنځ دې مرحلې ته د ورتګ له‌پاره مشورې پیل شوې‌دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د خبري غونډې جریان دلته لیدلی شئ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام