افغان ولسمشر محمداشرف غني نن د ولسي جرګې د ۱۶ مې دورې ۸ کاري کال پرانېستغونډه کې وویل چې افغان حکومت به د سولې له خبرو اترو په شا نهشي.
ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب سره وویل چې د افغانستان او اسلام خیر د سولې په خبرو اترو کې دی او دا ډله باید دا حقیقت درک کړي؛ خو د ولسمشر په باور، ځېنې کسان د جګړې په دوام کې خپلې ګټې وینې. د ده په خبره، د ملي یووالي حکومت او افغانان د سولې پلوي کوي او په هر صورت د سولې غوښتونکي دي.
ولسمشر غني پهخپلو خبرو کې امنیتي بنسټونو کې واسطهبازۍ ته په اشارې سره وویل، هغه کسان چې په امنیتي بنسټونو کې د سمون مخه نیسي؛ په هېواد کې له حیاتي بدلونونو سره مخالف کوي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د هېواد امنیتي وضعیت پېچلی وبللو او ویې ویل چې ټول باید د سولې خبرو لهپاره د حکومت د طرحې ملاتړ وکړو.
ښاغلي ابراهیمي د خپلو خبرو په یوې برخه کې وویل چې وطنوال د پارلماني ټاکنو ترسره کولو غوښتونکي دي او حکومت باید د ټاکنو لهپاره ژر تر ژره زمینه برابره کړي.
د افغانستان د اساسي قانون ۸۳ مې مادې پر بنسټ، د ولسي جرګې کاري موده د پنځم کال د سرطان پر لومړۍ نېټه د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته پای ته رسېږي او نوې شورا کار پیلوي.