ولایتي شورا: هلمند ته د ورلېږل شوي پلاوي ورتګ بې ګټې دی

د هلمند د ولایتي شورا غړي او ځېني مدني فعالان وايي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې دغه ولایت ته د وضعیت د څېړنې له پاره په لسګونو ورغلي پلاوي پلټنې نه کوي، بلکې هڅه کوي، چې خپل امتیازات ترلاسه کړي او بېرته پلازمېنې کابل ته ستانه شي.

د دوی پر وینا، دغه پلاوي د ملي شورا له غړیو او لوړپوړیو چارواکیو جوړ شوي وو، چې پایلو یې په هلمند کې په هیڅ ډول مثبت بدلون نه دی راوستی.

د هلمند ولايتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده وايي، له تېرو شپږو مياشتو راهیسې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې پيل شوې جګړه ورځ تر بلې زور اخلي، خو له مرکز څخه ورغلي پلاوي یوازې په خپله خوخښه د پلاوو غړي وټاکل، ځکه خو هلمند ته هیڅ ګټه ونه رسولی شوه.

د ولایتي شورا د امنیتی کمېټې مشر بشیراحمد شاکر هم وایي، چې د هلمند په ناوړه امنيتي حالاتو د مرکزي حکومت تر څنګ ټوله نړۍ خبره ده، خو بیا یې همدې حالاتو د څېړلو له پاره داسې پلاوي ورلېږل کېږي، چې د ګټې پر ځای د ولس په سترګو کې خاورې شیندي.

اخندزاده وايي، چې ولایتي شورا موجوده وي؛ دغو پلاوو ته اړتیا نه شته.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د مدني ټولنو فعالان هم وايي، چې له کلونو را په دې خوا په هلمند کې جګړه روانه ده، خو د مخنيوي له پاره تر دامهاله داسې طرحه او پلان نه دی جوړ شوی، چې له مخې يې د جګړې لمن ټوله شي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد او مدني فعال اغامحمد قریشي وایي، یوازې په نوم د پلاوو راتګ هیڅ معنا نه لري، بلکې په دې برخه کې باید عملي کار وشي.

د همدرد پر خبره، پخوا یې ویلي وو، چې د چارواکیو دغه ډول تګ راتګ پرته د دوی له شخصي ګټو او چکرو نه بله کومه ګټه نه لري.

د هلمند د والي وياند عمرځواک  هم مني، چې دغه ولایت ته بېلابېل پلاوي تللي، خو د پایلو په اړه یې کوم نظر نه لري.

هڅه مو وکړه په دې اړه د لېږل شويو پلاو له غړو ددې ګوت نېونې په اړه ځواب تر لاسه کړو خو بریالي نه شو.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام