د کندهار سیمهییز چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې غیرمسوول وسلهوال او د ځېنو سیمو ملکان غواړي، چې د بېځایه شویو کډوالو مرستې د دوی د جوړ کړیو خیالي لېستونو له مخې غیرمستحقو کسانو ته ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست لهخوا له بېځایه شویو کډوالو سره پر خوراکي او غیرخوراکي مرستو سربېره ۲۲۰ زره امریکايي ډالر نقدي مرستې وېشل شوي دي.
د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس مسعود پښتون وویل، کله چې سیمې ته د څېړنې په پار ډلې ولېږي؛ د ملکانو له خوا دوی ته په ورکړل شویو لېستونو کې په راغلیو نومونو څوک نه وي.
پښتون زیاتوي، کله چې خیالي لېستونه رد کړي؛ په سیمه کې د دوی د څېړنې ډلې نه پرېښودل کېږي، ګواښونه ورته کوي او ان داسې هم پېښېږي، چې د یو څه وخت لهپاره يې کارکوونکي په زور ساتل کېږي.
پښتون همداراز وايي، څو اوونۍ مخکې يې وسلهوال دفتر ته ورغلي وو او غوښتل يې په زور پرې خیالي لیستونه ومني.
له بل لوري د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بیا په یاد بهیر کې د وسلهوالو د مداخلې خبره نه مني، زیاتوي، چې په کندهار کې امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او هېڅچاته اجازه نهورکوي، چې د دولتي ادارو په کارونو کې خپلسرې مداخله وکړي.
خپلواک په ټینګار سره وايي، هر څوک، چې شکایت لري؛ کولی شي چې له ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ سره يې شریک کړي.
په کندهار ښار کې بېځایه شوي کډوال هم پر مرستندویو موسېسو او اړوندو ادارو غږ کوي، چې دوی ته خپل حق وسپارل شي.
د بېځایه شویو کډوالو په خبره، تر اوسه له دوی سره نقدي، د خوراکي او غیرخوراکي توکیو مرستې شوي دي؛ خو دغه مرستې بسنه نهکوي.
د راپورونو له مخې، په کندهار کې نږدې ۸۰۰۰ بېځایه شوي کډوال ثبت دي، چې د کندهار پر ناامنه ولسوالیو سربېره د روزګان، زابل، هلمند، فراه، بادغیس او ځېنو نورو ولایتونو څخه د جګړو له امله کندهار ته کډه شوي دي.