د فلسطین د ازادي غوښتنې سازمان رهبر او په سوریه کې د بشار اسد رژيم ته وفادار سمیر قنطار د (یک شنبې) په ورځ په يو توغندیز برید کې وژل شوی دی.
د سوريې دولتي رسنيو د راپور له مخې د توغندي لګېدو وروسته قنطار د ساختمان لاندې شوی و، چې وروسته بیا په ټپي حالت روغتون ته لېږدول شوی او په روغتون کې يې ساه ورکړې.
دغه خبر د لبنان حزب الله له لوري هم تاید شوی دی.
په لومړيو کې دا جوته نه وه، چې دغه بريد د کومې ډلې له خوا ترسره شوی دی ان د سوريې د ځينو رسنيو له لوري داسې راپورونه خپاره شول، چې ګني دا يو تروریستي برید و؛ خو وروسته حزب الله وویل، چې د دغه بريد تر شا د اسرایل لاس و.
د سوريې دولت ته ځينې وفادار چارواکي هم ویلي، چې احتمال لري دغه توغندیز بريد د اسرایل له خوا ترسره شوی وي.
د ۱۹۹۷ میلادي کال د اپریل ۱۶ مه کله، چې قنطار ۱۶ کلن و، نو دوه اسرایلي عسکر او دوه ماشومان يې وژلي وو.
هغه مهال قنطار د اسرایل له لوري په عمري بند محکوم شو، چې په بند کې له ۲۹ کالو له تېرېدو روسته په ۲۰۰۸ م ز کال د لبنان د حزب الله له زنداني په بدل کې ازاد کړی شو او د یو قهرمان په شکل بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
هغه د اسرایل ضد د یو چريکي (نیمه ملیشه يي) سازمان په جوړولو سره، چې ورته يې د " فلسطین ازادي غوښتونکي" نوم ورکړی وو او د بشار اسد رژیم ته وفادار په توګه پاتې کېدو له وجې د اسرایلي چارواکو غوڅې يې راپارولې وې.