زیاده، د ډېرو خلکو، په تېره د واخان ولسوالي د ښځو لپاره یو اشنا نوم و. څو کاله وړاندې د واخان په یوه بېوزله کورنۍ کې یوه نجلۍ را پورته شوه او د بدخشان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې یې ښځو ته روغتیايي خدمتونه ورسول، خو د قابلو نه موجودیت او د زېږون درد د دې ژوند واخیست.
د اشکاشم ولسوالي سرطبیب مهرعليشاه حزیم چې د «زیاده» عملیات همالته وشول، سلاموطندار ته ویلي چې د نوموړې عملیات په ښه ډول وشو او ماشوم او مور دواړه روغ وو، خو د زیاده روغتیايي وضعیت له دوو شپو او ورځو وروسته خراب شو.
هغه وايي، د زیاده د وینې فشار یوناڅاپه ټیټ شو او د هغې د رغېدو لپاره د ډاکټرانو هڅې بېګټې شوې چې بیا یې فیضاباد ته یووړه او د وردوج ولسوالي په مرکز کې یې اروا حق ته وسپارله.
زیاده د اغاخان د قابلهګۍ برخې له ښوونځي نه تر فارغېدو وروسته واخان ولسوالي ته ولاړه او یوولس کاله یې هلته د ښځو درملنه وکړه.
هغه لومړنۍ قابله وه چې د میندو د مړینې کموالي او امیندواره ښځو ته د روغتیايي خدمتونو لپاره په واخان ولسوالي کې وګومارل شوه.
د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال طلبالدین قادري وايي چې زیاده خپل مسلک ته ژمنه وه او په ډېرې مینې د امیندواره میندو د ملاتړ لپاره ولاړه وه او له هېڅ ډول ستونزو نه وېرېدله. د نوموړي په وینا، له پېژندګلوۍ پرته د شپې او ورځې لرې پرتو سیمو ته تلله او نورو ښځو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.
هغه سلاموطندار ته ویلي چې زیاده له دې مخکې هم د خپل لومړني زېږون پر مهال له ستونزو سره مخ شوې وه، خو په وینا یې، هاغه مهال د درملنې لپاره تاجکستان ته وړل شوې وه.
د بدخشان د واخان ولسوالي یو اوسېدونکی وايي، څو ځله یې زیاده لیدلې چې ساعتونه ساعتونه یې پلی مزل کړی، څو هېڅ مور د زېږون له درده مړه نه شي. هغه وايي چې د زیاده مرګ د دې ولسوالي ټول اوسېدونکي خپه کړي او یوازې د هغې نشتوالی احساسوي.
د زیاده خپلوان وايي چې هغه ولاړه او ماشومان یې د ولسوالي اوسېدونکو ته پرېښودل. د دوی په وینا، هغه لومړنۍ نجلۍ وه چې د زدهکړو د دوام لپاره له واخان نه فیضاباد ته راځي او نورې نجونې هم زدهکړو ته هڅوي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د امیندوارۍ برخې مسووله فرزانه فاني وايي چې د زیاده مړینې ټول دردولي دي. نوموړې د اشکاشم ولسوالي او تاجکستان د پولې تړل کېدل د هغې د مرګ اصلي لامل بولي. د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته د تاجکستان او افغانستان ټولې لارې وتړل شوې او دوی ونه توانېدل چې زیاده دوشنبې ته ولېږدوي.
واخان ولسوالي د بدخشان تر ټولو لرۍ او محرومه ولسوالي ده چې خلک یې ډېرو کمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د زیاده مرګ پرې نور هم اغېز کړی دی.