هېواد کې د کورونا ۵۴۶ تازه پېښې ثبت شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۱۴۵۹ شکمنو کسانو نموني کتلي چې له ډلې نه یې د ۵۴۶ هغو مثبتې ختلې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجواد عثماني وايي چې د دغو شمېرو په ثبت سره پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸ زره ۴۲۴ ته ورسېده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو له ډلې ۱۷۳ یې په کابل، ۱۳۲ په هرات، ۶۸ په خوست، ۳۱ په پکتیکا، ۲۶ په تخار، ۱۶ په فراه، ۹ په کندوز، ۸ په لوګر، ۴ په کندهار، ۳ په ننګرهار، ۶ په پنجشېر، ۹ په پکتیا، ۱۹ په دایکندي، ۹ په نورستان، ۱۸ په کونړ، ۶ په بلخ، ۴ په هلمند او ۵ نور کسان هم په سمنګان ولایت کې پر کورونا اخته شوي دي.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ۳۳۰ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۲۱ نور بیا مړه شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه پر کورونا ۸ زره او ۲۹۲ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۵۶۹ نورو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه په نړۍ کې له ۸ میلیونه او ۷۵۸ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې له ۴۶۲ زرو نه ډېر یې مړه شوي او له ۴ میلیونه او ۶۲۵ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام