هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۶۶۶۴ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه وزارت لابراتوارونو کې د کورونا ویروس ۲۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټول هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۶۶۴ ته رسېږي.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورونا ویروس له دغو ۲۶۲ تازه پېښو تر ټولو ډېرې ۶۰ کابل او ۵۷ هرات ولايت کې ثبت شوې دي.

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس له کبله ۲ کسان مړه شوي او ۷ بېرته روغ شوي چې د ټولو مړو شويو شمېر ۱۷۰ او د بېرته رغېدلو هم ۷۸۴ ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېواد کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کی دی او خلک باید په دې اړه وقایوي تدابیر جدي مراعت کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام