زموږ د تیاتر یو ښوونکي ویل، چې د فلم لنډه معنا حقیقت دی. ښايي دلیل به یې دا و، چې د فلم کیسې په ټولنه کې د شته رښتینو پېښو پر بنسټ لیکل کېږي او همدا واقعیتونه په یو هنري شکل بېرته ټولنې ته ورښيي.
په هندي سینما کې دې برخې ته ډېر پام کېږي، د هندي فلمونو لیکوالان زیاتره هڅه کوي، چې په ټولنه کې شته ستونزې پيدا کړي، سناریو یې کړي او د سیمنا په پرده یې خپلو لیدونکیو ته وښيي، ګټې به یې ډېرې وي، خو دوه یې سترې دي:
لومړی دا، چې دا د خپلې ټولنې په مقابل کې یو رسالت دی، چې خپلو خلکو ته د ستونزو په اړه عامه پوهاوی ورکړي او خلک له ډېرو زیانونو ځانونه خوندي وساتي.
دویمه خبره یې د فلم او کیسې زړه راښکون دی. که د فلم کیسه پر یوه ټولنیزه سوژه ولیکل شي او لیدونکي په کې خپل ځان، خپله ټولنه او خپل چاپېریال پيدا کړي؛ نو یو ځانګړی خوند ورکوي او خپله ټولنه ورته په یوه نوي تناظر کې ښکاري.
هندي سینما پر داسې ډېرو ستونزو د فلمونو یوه لړۍ جوړه کړې ده، چې یوه ښه بېلګه یې په هند کې د تعلیمي ادارو ستونزې وي، دې پسې دویمه ستونزه، چې په هندي ټولنه کې شته، هغه د جعلي پولیسو او مامورینو عملیات دي، چې غله له ځانه جعلي پولیس جوړوي، پر یو ځای عملیات کوي او له هغه ځایه شتمني لوټي.
دا موضوع په هندي فلمونو کې ښايي تکراري وي، خو اوس تازه یوه نوې لړۍ پیل شوې، چې دې موضوع ته په کې ډېره زیاته پاملرنه شوې ده، زه به دلته د ځېنو همداسې فلمونو نومونو او مهمې صحنې در وپېژنم.
Ready (2011) :
په دې فلم کې سلمان خان او آسین کار کړی دی، په یوه صحنه کې د سلمان تره او مېرمن یې ځانونه د نړیوال بانک کارکوونکي معرفي کوي او د چوهدري کور ته ننوځي، هلته د چوهدري کورنۍ د مالیاتو د نه ورکولو په جرم ګواښي.
BAJATEY RAHO (2013) :
په دې فلم کې هم د توشار کپور پلار سره راوي کېشن چل کړی وي، توشار کپور غواړي خپل بدل ترې واخلي، د دې لپاره یې مور ځان د عامې روغتیا ماموره معرفي کوي او د راوي کیشن په فابریکه عملیات کوي او پیسې ترې لوټي.
Raja Natwarlal (2014):
په دې فلم کې عمران هاشمي او پرېش راوال، غواړي له یو شتمن انسان نه د خپل ورور د مرګ بدل واخلي، د هغه د غولولو له پاره ځانونه د هندي کرکټ بورډ مسوولان ورپيژني، یو جعلي ټيم پرې پلوري او ټوله شتمني ترې وړي.
Special 26 (2013)
په دې فلم کې اکشی کمار او انوپم کهېر یو ګروپ جوړوي، دوی ځانونه د CBI هندي استخباراتي سازمان کارمندان معرفي کوي، د چارواکیو کورونو ته ځي او د هغوی توره شتمني ترې لوټي، چې وروسته د زرګرۍ یو لوی دوکان هم د یوې دسیسې په لړ کې لوټي.
Chalis chorase 4084(2012)
په فلم کې نصیرالدین شاه، کی کی مینون، اتول کولکرني او راوي کیشن کار کړی دی، د دې فلم کیسه هم داسې ده، چې دوی د پولیسو یو موټر تښتوي، ځانونه جعلي پولیس معرفي کوي او غواړي، د جعلي پيسو پر یوه مرکز برید وکړي او پیسې ترې ولوټي، چې په دې کار کې بریالي کېږي.
تبصره:
په ټولو فلمونو کې شریک ټکی دا دی، چې عام خلک د پولیسو، څارګر او نورو مامورینو له نومه وېرېږي او غله یې له همدې وېرې ګټه اخلي، هېڅوک خبرو ته نه پرېږدي، ځان چالاکه ښيي، لږ جرائت کوي او له ټولو خلکو شتمني لوټي. په فلم کې اصلي پيغام همدا دی، چې ولس باید د خپل نظام په اړه معلومات ولري، وېره ونه لري او د قانون په رڼا کې هر څوک خپل حق وپېژني او دفاع ترې وکړي.
زموږ ټولنه:
زموږ په ټولنه کې هم دا ستونزې ډېرې دي، په دې وروستیو کې د پلازمېنې په ځېنو سیمو کې داسې پېښې ثبت شوي دي، چې جعلي مامورینو خلک تښتولي، کورونه یې لوټلي او حتا، له دې یې لوی جرمونه کړي دی. د دې ستونزو د له منځه وړلو یوه لاره همدا سینما ده، چې په خلکو کې عامه پوهاوی خپروي او د موضوعاتو په اړه یې ذهنونه روښانوي.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې رسنیو او په ځانګړي ډول سینما دې برخو ته ډېره پاملرنه نه ده کړې، په هندي سینما کې یو کمال دا دی، که د فلم اصلي موضوع جلا هم وي؛ ځېنې صحنې یې داسې جوړوي، چې ټولنې ته یو محسوس پيغام ورکړي او له هغه وخت سره برابر وي.
زموږ په ټولنه کې یو نظر دا دی، ویل کېږي، یوازې پيغام هنر کمزوری کوي، خو دا د هنرمن کمال دی، چې پيغام له یوې نوې زوایې خپل مخاطب ته وړاندې کوي، په دې فلمونو کې یوه لویه او کامیابه تلوسه ده، په فلم کې تر اخره تلوسه داسې ساتل شوې وي، چې لیدونکی په کې په هر صورت پيغام ګوري. د خوند ټکی دا دی، چې وچ نصیحتونه په کې نه وي راټول شوي، چې خلک باید کوم کار وکړي او کوم نه، خو ځېنې ډيالوګونه داسې وي، چې لیدونکی یې مستقیماً خپل ځان ته احساسوي او له لیدلو سره یې سملاسي خپله ټولنه مخې ته درېږي او بېرته په دې هم فکر کوي، چې موږ که له داسې ستونزې سره مخ شو؛ نو څنګه به یې حل کوو، چې همدا د هنر او هنرمن رښتینی رسالت دی او دوی یې په ښه ډول ترسره کوي.