د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د سوداګرو مېرمنو لپاره شاوخوا ۳ کاله مخکې ځانګړی مارکېټ جوړ شوی، خو له لومړۍ ورځې تراوسه پهکې هېڅ ډول سوداګريز فعالیت نهدی شوی.
د هلمند سوداګرې مېرمنې وايي، د امنیتي او کلتوري ستونزو له امله نهشي کولای چې د ښځینهوو لپاره په ځانګړي شوي مارکېټ کې کاروبار پیل کړي.
دغه مېرمنې تمه لري چې په هلمند کې ورته د کار اسانتیاوې برابرې شې او ښځې هم په سوداګرۍ کې فعاله ونډه ولري.
د هلمند سوداګرې عادله او امنه وايي، دوی غواړي چې د نورو برخو ترڅنګ، په سوداګریزه برخه کې هم فعالې واوسي او که حکومت ورته اسانتیاوې برابرې کړي، په هلمند کې د ښځینهوو لپاره ځانګړی مارکېټ شته، ښځې به پهکې خپل کاروبار پیل کړي.
د دوی په وینا، که څه هم امنیتي ستونزې شته، خو بیا هم غواړي چې کار وکړي او که یاد مارکېټ فعاله شي، ګڼشمېر ښځینه به پهکې پر کار بوختې شي.
په همدې حال کې د هلمند د ښځو چارو رییسه وجیه رسولي وايي، په لښکرګاه ښار کې سوداګرو ښځینهوو ته د ځانګړي مارکېټ په ګډون، هر ډول اسانتیاوې برابرې شوې او ان په وړیا ډول يي ورته په مارکېټ کې کارځایونه سپارلي دي.
رسولي زیاتوي، په هلمند کې سوداګرې ښځې د اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو له امله د مارکېټ فعالولو ته زړه نه ښه کوي. د نوموړې په وینا، ښځینهوو ته د کاري اسانتیاوو برابرولو لپاره یې د ښځو چارو ریاست اړوند مارکېټ ځانګړی کړ او هڅه یې وکړه چې ښځې پهکې په کار بوختې کړي، خو په وینا یې تراوسه یاد مارکېټ نهدی فعاله شوی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم مني چې د ښځینهوو په مارکېټ کې پانګونه نهده شوې، خو په وینا یې، تراوسه په مارکېټ هېڅ ډول کاروبار نهدی پیل شوی او ښځینه سوداګرې هم نهدي ګواښل شوي.
دی زیاتوي، که سوداګرې ښځې په مارکېټ کې کاروبار پیل کړي، ولایتي اداره به په خپل ټول توان ورسره هراړخیزه مرسته وکړي.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، پهدې وروستیو کې د پخوا په پرتله د هلمند ولایت امنیت څه ناڅه ښه شوی او د کتونکیو په اند، که خلک په ځانګړې توګه سوداګرې ښځې پر امنیت ډاډمنې شي، ښایي د نورو برخو ترڅنګ، په هلمند کې د سوداګرو ښځو کاروبار هم وغوړېږي.