هلمند کې د وروستيو ناامنيو، افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله لسګونه تړل شوي ښوونځي بيرته پرانيستل شول.
د ياد ولایت د پوهنې مسوولین وايي، ډیر دغه ښوونځي په نادعلي اومارجې ولسواليو کې دي، چې د سيمې د خلکو په همکارۍ او وسله والو مخالفينوسره په تفاهم پرانيستل شوي دي.
د هلمند د پوهنې ریيس عبدالمتین جعفرسلام وطندار ته وویل، چې د د وروستیو جګړو په لومړيو کې په مرکزي سيمو کې شاوخوا ۵۰ ښوونځي تړل شوي وو.
جعفر زیاته کړه، چې اوس د دوی په هلوځلو او د سيمې د خلکو په همکارۍ له وسله والو مخالفينوسره په تفاهم ياد شوي ښوونځي بيرته د زده کوونکو پرمخ پرانيستي دي.
نوموړی وايي، په واشیرولسوالۍ کې چی له کلونو کلونو راهیسې ۸ ښوونځي تړلي وو هغه به هم خلاص شي.
د هلمند د پوهنې رییس عبدالمتین جعفر وایي چې اوس په يادو سيمو کې د پوهنې بهیرپه عادي ډول پرمخ روان دی.
دی زیاتوي، په سنګين، موسی کلا، نوزاد ولسواليو او ځينو نورو سيمو کې ټول ۱۰۲ ښوونځي تړلي پاتې دي اوهڅه کيږي، چې دا ښوونځي هم پرانيستل شي.
په هلمند کې شاوخوا ۳۸۰ ښوونځي شته چې ویل کیږي ۱۰۸ یې لاهم تړلي او هڅه کیږي، چې په ډیرو ناامنه سیمو کې تړلي ښوونځیي بیرته پرانیستل شي.