د هلمند ولایت د خانشین او ګرمسیرو ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پر لويو لارو د امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې ناپيژانده کسان راوځي او عام خلک لوټي.
د یادو ولسوالیو اوسيدونکي او موټر چلوونکي وايي، چې پر لویو لارو تګ راتګ نه شي کولای او نه هم خپل مړي او ژوندي له یوه ځایه بل ځای ته انتقالولای شي.
په همدې اړه نن چهارشنبه (جولای۱۳مه) د یادو ولسوالیو څخه لسګونه کسان د هلمند مدني ټولنې ته په دې موخه راغلي و، چې ګواکې له تېرو څو میاشتو راهیسې يې پر لويې لارې مالونه خوندي نه دي.
دوی خبرداری ورکوي، که حکومت يې د امنیت غمه و نه خوري، نو دوی به په خپله لاس په کار شي.
عبدالاحد او جانان د دې ولایت د خانشین ولسوالۍ اوسيدونکي دي وايي، چې تېره ورځ ۸ موټرونه وسله والو غلو لوټ کړي دي.
هغوی وايي، چې د پولیسو له یونیفورم څخه په استفادې لویې لارې باندې خلک ناست وي او موټرونو کې د سپاره کسانو پېسې، ساعتونه، موبایل او زیورات اخلي.
عیني شاهدان وايي، چې دغه لوټماران خړې دریشۍ اغوندي او د موټر او موټرسایکلونو په واسطه راوځي.
د خانشین او ګرمسیرو ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې د لويې لارې امنیت دې خوندي شي.
دوی وايي، که چېرې د دې لارې امنیت خوندي نه شي، نو دوی به خپل ټرانسپورټي موټرونه هم د خلکو پر مخ بند کړي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، چې د خانشین او ګرمسیرو ولسوالیو دغه ستونزه يې جدي نيولې او د ولایت له مقام سره یې شریکه کړې.
نوموړی وایي، هیله من دی، چې ډېر ژر به امنیتي ځواکونه په دغه برخه جدي کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، که چېرې د دوی ستونزه حل نه شي، نو د ولس او دولت ترمنځ به واټن لا نور هم زیات شي.
یاده دې وي، چې دغه سیمې اوسمهال د دولت تر حاکمیت لاندې دي.
اخوا بیا د ګرمسیرو امنیه قوماندان لومړی څارن جان اغا داوري سلام وطندار ته وویل، چې د دې سیمې د امنیت له پاره يې له افغان ملي اردو سره په ګډه یو پلان جوړ کړی، چې له مخې به يې ډېر ژر دغه لويې لارې خوندي کړي.
هغه وايي، که څه هم دغه سیمه د مارجې او تریخ ناور پورې اړونده سیمه ده، خو دوی یې د امنیت له پاره اماده دي.
داوري وايي، ددې خلکو ستونزو ته به ډېر ژر د پای ټکی کېږدي.
خانشین د هلمند مرکز لښکرګاه څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومټره لرې پرته ولسوالۍ ده.
د هلمند خانشین ولسوالۍ اوسيدونکي داسې مهال پر لويو لارو د غلو شکایت کوي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د خانشین ولسوالۍ امنیتي حالت هم ګډوډ شوی او په یو شمېر سیمو کې یې وسله وال طالبان حاکمیت لري که څه هم تر ډېره لویه لاره يې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو له لوري په امنیتي پوستو پوښلې ده.