هغه ښځې چې د خیاطۍ له لارې د خپلې کورنۍ اقتصاد تامینوي

عکس له ا رشیفه

په کلیو کې د موسېسو کار د دې لامل شوی چې ښځې حرفوي زده‌کړې و‌کړي او د نارینه‌وو سره په اقتصادي پرمختګ کې مرستندویې شي.  

ځېنو موسېسو په تخار کې د ښځو له‌پاره د خیاطۍ زده‌کړې، چرګان‌روزنې او کورنیو باغونو په جوړولو کې ډېر کار کړی‌دی. هدای شرق همدا ډول موسېسه ده چې د تالقانو په ښار او ولسوالیو کې د ښځو د پرمختګ له‌پاره کار کوي. دې موسېسې په تالقانو ښار او بهارک ولسوالۍ کې د خیاطۍ په برخه کې په ۶ میاشتو کې ۲۵ روزلې دي.

همدا اوس‌مهال په تالقانو ښار کې د هدای شرق موسېسې له‌خوا ډېرې جوړې شوې خیاطۍ فعالیت لري.

له‌دې خیاطیو نه په یوې هغې کې په کار بوخته شنهاز وايي، چې دوه کاله مخکې یې د هدای شرق موسېسې په مرسته خیاطي زده‌ کړه او اوس په تالقانو ښار کې یو روزنیز مرکز او کارځای لري چې شاوخوا ۱۰ پېغلې ورسره په کار بوختې دي.

اغلې شنهاز وايي، د دې له کارځایه ډېرې ښځې فارغې شوې او او‌س‌مهال په‌ بېلابېلو ځایونو کې په‌خپلو کارونو لګیا دي. دا وايي، نورې ښځې یې هم د زده‌کوونکیو په حیث نیولې‌ دي.

 اغلې شنهاز زیاتوي، خیاطۍ د ښځو پر ژوند ښه اغېز کړی او اوس د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعت له‌ همدې خیاطۍ تامینولی شي.

شهناز او له‌دې سره په کار نورې بوختې ښځې د کار په مخ کې تر ټولو ستره ستونزه د پرمختللیو ماشینونو نه‌شتوالی ګڼي او زیاتوي، حکومت باید دوی ته د کار و بار پراختیا په برخه کې لازم پام وکړي او کاري زمینې ورته برابرې کړي.

عکس له ارشیفه

په تخار ولایت کې د هدای شرق موسېسې مسوولان وايي، د مېرمنو ظرفیت‌لوړولو ترڅنګ یې هغوی ته لازم پوهاوی ورکړی او دې چارې زښت زیات مثبت اغېز کړی‌دی.

د دې موسېسې یوې ښوونکې خاطرې میرزاد سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، دغه بنسټ د خپلو موجودو امکاناتو پر بنسټ د ښځو د ځان‌بسیانې په برخه کې کار کړی‌دی. نوموړې وايي، تراوسه یې پورې د خیاطي په برخه کې ډېرې مېرمنې روزلي او دوی یې له چارو څارنه کوي.

مېرمن میرزاد وايي، هدای شرق موسېسې مېرمنو ته د چرګانو روزنې او خیاطي په برخو کې ۶ میاشتې ښوونه او روزنه ورکړې‌ده.

د هدای شرق موسېسه د تخار په مرکز او ولسوالیو کې د حرفوي زده‌کړو، خلکو ته د عامه‌پوهاوي او عدالت‌غوښتنې په برخو کې کار کوي. د دې موسېسې مسوولان وايي، کلیوالو ته یې د هغوی د اساسي حقونو په برخه کې پوهای ورکړی‌دی.

د تخار ولایت د ښځو چارو رییسه رزم‌ارا حواش سلام‌وطندار ته وویل، هغه مېرمنې چې د موسېسو تر پوښښ لاندې وې له ښه ظرفیته برخمنې دي. په‌دې برخه کې اړوندې موسېسې د تخار ټولو ولسوالیو ته ورغلي او مېرمنې یې روزلي دي.

مېرمن حواش وايي، ۱۳۹۶ کال د تخاري مېرمنو له‌پاره له لاسته راوړنو ډک یو کال و.

د تخار ولایت د ښځو چارو رییسه په‌دې ولایت کې د مېرمنو په برخه کې شوې چارې کافي نه بولي. دا وايي، چې په لېریو پرتو کلیو کې دې هم د مېرمنو له‌پاره د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي چې په ځان بسیا شي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام