یوې ښځې په پروان ولایت کې خپل خاوند په تبر وواژه.
دغه ښځه د خپل خاوند تر وژله کېدو وروسته د خسر کور ته تللې چې د خاوند د وژل کېدو خبر ورورسوي.
د پروان سیمهییز مسوولان وايي چې وژل شوي کس پوډر څښل او مېرمنه یې هم شاوخوا ۳۰ کلنه ده.
د پروان امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیر محمدکاظم قاريزاده سلاموطندار ته وویل چې یاده پېښه د چاریکارو په صوفیان سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له کبله شوې ده.
امنیتي ځواکونو یاده ښځه نیولې او د پېښې څرنګوالي په اړه ترې څېړنې کېږي.