هره ورځ شاوخوا ۳‌زره کډوال له اېرانه، هرات ولایت ته ستنېږي

د هرات کډوالوچارو ریاست مسوولان وايي، په اېران کې د ناسم اقتصادي وضعیت له کبله، سږکال دې ولایت ته د کډوالو او بېرته ستنېدونکیو شمېر سل سلنه ډېر شوی‌دی.

د هرات د کډوالو او بېرته ستنېدونکیوچارو رییس جاوېد نادم چې نن په خبري غونډې کې خبرې کولې وویل، د تېرکال په ۹ میاشتو کې دې ولایت ته له اېرانه تر ۱۲۲ زرو کډوال په اجباري یا هم خپله خوښه راستانه شوي وو، خو دا شمېره د سږکال په ۹ میاشتو کې له ۲۵۵ زرو اوړي.

د نوموړي په وینا، له دې ډلې ۱۵۶ زره کډوال په خپله خوښه او ۹۹زره نور له اېرانه په زور را اېستل شوي دي.

نادم زیاتوي، ۱۲سوه ماشومان، ۶۳ یوازې ښځې، ۳۵۳ ناروغان، ۱۴۹ زاړه او ۶۳ معلول کسان هم په زوره د را اېستل شویو کډوالو په ډله کې دي.

نوموړی دغه راز اندېښنه ښيي چې دوی او همکارې موسېسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو د شمېر زیاتوالي ته په کتو، هغوی سره لازمې مرستې نه‌شي کولی.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد که څه هم د بېرته راستنېدونکیو کډوالو زیاتوالي او په هرات کې یې د پاتې کېدو برخې کې رامنځ‌ته کېدونکیو ستونزو ته په کتو وايي، له اېراني چارواکیو سره یې په‌دې تړاو خبري کړي او ټینګار کوي چې په وروستیو کې په زوره د را اېستل شویو کډوالو شمېره هم کم شوی دی.

نوموړی وايي، د هرات د کډوالوچارو ریاست سره یې په‌دې اړه خبرې کړي او ترې غوښتي یې دي چې راستنېدونکي کډوال د هغوی په  خوښه، خپلو سیمو ته ولېږي.

بلخوا هرات کې یوشمېر سیاسي او مدني فعالان پر دې باور دي چې افغان کډوال د اېراني تومان ارزښت راټېټېدو له کبله نه‌شي کولی چې په اېران کې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او همدا لامل دی چې بېرته خپل هېواد ته راستنېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام