هرات کې پر کورونا د ۳۸ اخته کسانو له ډلې چې پرون د دغه ولایت له روغتون نه تښتېدلي وو، اووه یې بېرته راوستل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، یاد کسان د «هرات امبولانس» د کارکوونکیو له لوري د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو بېرته شیدايي روغتون ته چې پر کورونا اخته ناروغان پهکې ساتل کېږي، لېږدول شوي دي.
فرهاد زیاتوي، محلي اداره هڅه کوي چې نور تښتېدلي کسان هم په نښه او بېرته یې قرنطین کړي.
د یادونې ده چې پر کورونا یو اخته او ۳۷ شکمن کسان پرون مازدیګر د هرات له روغتون نه وتښتېدل.
د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا پرون وویل، هغه ۳۸ کسان چې پر کورونا د اخته کسانو په ځانګړي روغتون کې بستر وو، د یاد روغتون پر ډاکټرانو یې برید کړی او تښتېدلي دي.
د تمنا په وینا، د تښتېدلیو کسانو له ډلې یو کس چې پر کورونا اخته و، د دایکندي ولایت اوسېدونکی و او پاتې نور شکمن کسان وو. هغه وویل چې دوه ښځې هم د تښتېدلیو کسانو په ډله کې وې.