دغه ډاکټران چې شمېر یې ۱۵ کسانو ته رسېږي وايي، د نویو مقرراتو په وضع کېدو سره یې کاري ساعتونه زیات شوي او تر پخوا زیات پر کورونا د اخته کېدو خطر سره مخ شوي دي.
د هغوی په وینا، د دغو سختو قوانینو پر بنسټ له ډاکټرانو او د دغه روغتون ټولو کارکوونکيو نه ټیسټ اخیستل هم منع شوي دي.
ځینې دغه ډاکټران ادعا کوي چې روغتیايي مسوولانو ورته ګواښ کړی، که چېرې نوي مقرارت رد کړي، له دندو به یې لرې کړي.
په داسې حال کې ده چې د هرات د کووېډ ۱۹ ناروغۍ دغه مرکز کې هېڅ ډاکټر او روغتیايي کارکوونکي له تېرو درېیو میاشتو راهیسې معاش نه دی ترلاسه کړی.
د هرات روغتیايي مسوولانو دې برخه کې نظر نه دی ورکړی.