د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولانو خبر ورکړی چې په دې ولايت کې يې په کرونا اخته ۳ شکمن کسان پېژندلي دي.
عامې روغتيا وزارت د ياد خبر په تاييد سره ويلي چې دوی شکمن کسان نیولي او کابل ته یې لېږلي دي.
هرات کې کرونا ناورغۍ سره د مبارزې د کمېټې مسوول نذیراحمد دهگان سلاموطندار ته وويل چې تر اوسه پورې دا نه ده تاييد شوې چې شکمن کسان په کرونا اخته دي او که نه؛ خو شکمن کسان په تازهګۍ سره له ايرانه راغلي دي.
د هرات د عامې روغتيا رياست د مسوولانو په وينا، ۳۶ نور کسان چې په تازهګۍ سره د ايران له قم ښار نه راغلي دي، قرنطين شوي دي.
دې سره هممهاله هرات کې یو شمېر ځوانانو د کرونا ویروس مخنیوي لپاره، د پوهاوي ورکولو پروګرام پيل کړي دي.
دغه ځوانان خلکو ته د بروشرونو په وېشلو سره هغوی نه غواړي چې هر څوک دې د ځان ساتلو لپاره هڅه وکړي او ایمني ټکي دې رعایت کړي.
هغوی ایران هېواد سره د هرات ګډه پولې ته په پام، لویدیځ زون کې د دغې ناروغۍ د احتمالي خپرېدو نه اندېښنه ښيي.
دغه ځوانان ټینګار کوي چې د حکومت له لوري سرحدي سیمو په ځانګړې توګه ایران سره ګډه پوله کې جدي تدابیر نه دي نیول شوي، نو په دې توګه کرونا افغانان هم ګواښوي.
په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، هوايي ډګرونو او اسلامکلا سرحد کې یې اړین اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وروسته له هغې چې ايراني رسنيو په قم ښار کې په کرونا د اخته ۱۰کسانو خبر ورکړ، افغانستان کې د عامې روغتيا وزارت په هېواد کې د دې ويروس خپرېدو مخنيوي لپاره يې بېړنۍ ناسته وکړه.
له دې سره ايران کې د افغانستان سفارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د وضعيت تر ښه کېدو پورې کنسولي چوپړتياوې ځنډوي.
په دې تړاو: