د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې په هرات کې د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه پېژندل شوې ده او په دې ولايت کې يې بېړنۍ حالت اعلان کړ.
نوموړي وويل چې ياده مثبته پېښه په يوه ۳۵ کلن سړي کې پېژندل شوې ده چې اوس مهال يې روغتيايي حالت ښه دی.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کرونا مثبته پېښه پېژندل کېږي. په داسې حال کې چې تېره ورځ په هرات کې د کرونا ويروس درې مثبتې پېښې ليدل شوې وې چې له هغې ډلې دوه يې منفي وپېژندل شوې او يوه يې مثبته وګڼل شوه.
د عامې روغتيا وزير له هوايي شرکتونو وغوښتل چې له هرات نه نورو سيمو ته الوتنې وځنډوي.
نوموړي زياته کړه چې د دې ناروغۍ درملنې لپاره يې په هېواد کې۳۰۰۰ روغتيايي مرکزونه ځانګړي کړي دي.
فېروزالدين فېروز له هېوادوالو وغوښتل چې په دې برخه کې د مخنيوي لپاره عامه پوهاوي کې مرسته وکړي او په ورځنيو چارو کې له مخ ښکلولو، غېږ کې نيولو او دې ته ورته نورو کړنو نه ځان وساتي.
د عامې روغتيا وزير وويل چې د داسې پېښو په ليدلو سره بېړنۍ مرستې لپاره د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو او خدمتونو ۱۶۶ شمېرې سره اړيکه ونيسئ.
دا په داسې حال کې ده چې کرونا ويروس د نړۍ ۳۳ هېوادونو کې خپور شوی دی.
د يادولو ده چې تېره ورځ د ملي امنيت شورا په يوه بېړنۍ ناسته کې له ايران سره ټولې د تګ او راتګ لارې وتړلې.
په دې تړاو: