نوراحمد د غور ولایت مستعارنومی ځوان دی چې د یوې مړۍ ډوډۍ په پیدا کولو پسې ایران ته کډوال شویو. ډېرې بېوزلۍ او بېکارۍ اړ کړی و چې ځان قاچاقیانو ته وسپاري او د نامعلومو او غیرپیشبیني شویو خطرونو له ډکې لارې ایران ته روان شي.
هغه د دې تریخ راتلونکي نه په بېخبرۍ سره د ایران پر لوري د حرکت لهپاره بیستره وتړله او له ډېرو هیلو او امیدونو سره یوځای له قاچاقیانو سره روان شو.
قاچاقیانو نوراحمد ته په ایران کې د ارام او هوسا ژوند ژمنې ورکړېوې.
نوراحمد وايي، کله چې هغه او نور کډوال د نیمروز له لارې پاکستان ته واوښتل؛ قاچاقیانو د ده په شمول ۲۵ تنه په یو داسې موټر کې سره تخته کړل چې ۱۰ تنه پهکې په سختۍ ځایېدل. په پایله کې د نوراحمد د لارې ځېنو ملګرو ژوند له لاسه ورکړ او ځېنې يې سخت ناروغان شول.
خو هر څه همدلته نه ختمېږي. د نوراحمد بدمرغۍ تازه پیل شوېوې. شپې او ورځې یې پرته له ډوډۍ او اوبو شاته پرېښودې او په پلیو پښو په غرونو او دښتو روان و چې بالاخره د ایران د سرحدي پولیسو په دام کې ګیر شو. نوراحمد وايي، چې پولیسو د نورو کډوالو کمپ ته له ځان سره یووړ او دا چې په جېب کې یې پیسې نهوې؛ ایراني پولیسو تر پښو لاندې واچولو او د تشنابونو په پاکولو او مینځلو یې وګومارلو.
د ده په خبره، له ده مخکې یې دا کار یو بل کډوال ته سپارلی و چې د انکار پرمهال یې د ټوپک له کنداغونو او د برېښنا له شاټونو سره مخ شویو.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړشوی او تدوین شویدی.
د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې لهمخې قاچاقیان وپېژني او د انسانيقاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصوبه) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) (د اطلاعاتو او کلتور وزارت دندې) د ۱ فقرې په ۵ بند کې دولتي او خصوصي رسنۍ باید د نوراحمد د پېښې په شان د انسانيًقاچاق او کډوالۍ قاچاق د خطراتو او عواقبو په اړه عامه پوهاوی وکړي. پهدې فقره کې راغلي:
«[اطلاعاتو او کلتور وزارت موظف دی] چې د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق د جرم د علل، عواملو او اثراتو په اړه دولتي او خصوصي رسنيو ټلوېزیوني او راډیويي خپرونو د جلب په پار له اړوندو ادارو او وزارتونو سره همکاري وکړي.»

د نوراحمد په شان ځوانانو د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله له ټولو مالي او ځاني ګواښونو سره ـ سره د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لهپاره ځورېدنې، تکلیفونه، سپکېدل، توهینېدل په ځان منلي او د کور د پرېښودلو په نیت سفر ته اړ شويدي. خو دوی ډېر یې خپل هدف ته نه رسېږي او د لارې په اوږدو کې یا ژوند له لاسه ورکوي او یا بېرته له پولې را ړول کېږي.
د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس عبدالرووف غفوري وايي، د روان کال له پیل راهیسې ۱۱۰۸ کورنۍ له ایرانه دغه ولایت ته را اړول شوي چې ډېری یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د غفوري په وینا، له ايرانه غور ولایت ته په را اړول شویو کډوالو کې د کمعمر لرونکي ماشومان هم شامل دي. نوموړی زیاتوي، کله چې افغانان نورو هېوادونو ته د کډوال کېدو هوډ وکړي، دلته خپلې ځمکې او نور وپلوري؛ خو بیا یې چې هلته ونه مني او بېرته ته راوګرځي، له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د غور مدني فعالان د ځانګړیو موخو لهپاره د افغانانو قاچاق اندېښمن کړي او وايي، ګڼ شمېر ځوانان هر کال د کډوالۍ سختیو په اړه د معلوماتو نهلرلو له کبله قاچاقیانو ته مراجعه کوي او ګاونډیو هېوادونو ته ځي. کډوالي او پر قاچاقيانو باور، په اصل کې د ناوړه چلن، توهین، نیول او بندي کېدو او د سختو کارونو کولو ته غاړه اېښودل دي.
د غور د مدني ټولنو شبکې مسوول محمدوزیر نوراني وايي، تل یې د انسانيقاچاق او کډوالو قاچاق په اړه نه یوازې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی، بلکې د دې لهپاره یې عدالت غوښتی؛ خو د حکومت محلي ادارې پهدې برخه کې هېڅ عملي ګام نهدی اخېستی.
د نوموړي په وینا، قاچاقیان په ګڼ شمېر ښوونځیو او مدرسو کې د ځوانانو جذبولو لهپاره ځانګړي پروګرامونه لري چې دا یوه جدي ستونزه ده او موږ یې په اړه خپلې اندېښنې له حکومت سره شریکې کړېدي.
د غور د بشري حقونو د ولایتي کمېسیون رییس مبارک رضايي هم ادعا کوي چې قاچاقیان او د ګاونډیو هېوادونو پولهساتي ځواکونه د بشري حقونو په اړه د ټولو نړۍوالو کنوانسیونونو خلاف له افغان کډوالو سره توهینوونکی چلن کوي، نه یوازې وهي یې، بلکې ناسمه ګټه ترې اخلي.
ښاغلی رضايي له دولته غواړي چې د ځوانانو لهپاره د زده کړو او کاري اسانتیاوې برابرې او ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالۍ له ګواښونو خبر شي چې پر قاچاقیانو باور ونهکړي.
رضايي زیاتوي، ځوانان د کډوالۍ پرمهال خپلواک نه وي او ان د خپل وجود پر غړیو هم بشپړ واک نهلري او قاچاقیان ترې ناوړه ګټه اخلي.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې د مرستې ملي مکانیزم (NRM)د ۸مې مادې، د لومړۍ فقرې ۱۲م بند له مخې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولیت لري چې د انساني او کډوالۍ قاچاق د مخنیوي او د دغه قاچاق د قربانیانو د بشري حقونو په پام کې نیولو برخه کې ښوونیز او د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.





