د هرات ولایت حوزوي روغتون مسوولین وايي، سږ کال ډېر شمېر ځوانانو ځانونه غرغره کړي او د تېر کال په پرتله د ځان وژنې دغه ډول پېښې ۵۰ سلنه زیاتې شوي دي.
د دې ولایت د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي، د سږني کال په لسو میاشتو کې ۱۴ ځوانانو په هرات کې ځانونه غرغره کړي دي.
شیرزي وویل، د تېر کال په لسو میاشتو کې بیا ۷ دغه ډول پېښې ثبت شوې وې.
د نوموړي پر وینا، د ثبت شویو پېښو له مخې د ځوانانو ځان وژنې په دغه ډول کې ۵۰ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.
په همدې حال کې د هرات پوهنتون د ټولنپوهنې پوهنځي استاد علي احمد کاوه سلام وطندار ته وویل، هغه څېړنه، چې په دې وروستیو کې د پوهنتون یو شمېر استادانو کړې؛ ښيي، چې کورنۍ ستونزې، په مینه کې ماته او په ژوند کې د ناهیليتوب له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.
کاوه وايي، چې د ځان وژنې مخینوي له پاره حکومت باید ځوانانو ته لومړی د کار زمینه برابره کړي او ترڅنګ دې عامه پوهاوی وکړي.
په ورته وخت کې د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، هڅه کوي، چې د یوې کمېټې په جوړولو سره په دغه ولایت کې د ځان وژنو د زیاتېدو لامل وڅېړي.