هرات کې د ټاکنو د امنیت له‌پاره ځانګړې قطعه جوړه شوه

د هېواد په لویدیځ زون کې امنیتي ځواکونه وایي چې د ټاکنو بهیر د امنیت خونديتوب په برخه کې د وګړیو د بشپړ ډاډ په موخه يې له څه د پاسه ۸۰۰ تنو امنیتي او دفاعي ځواکونو د غبرګون قطعه جوړه کړېده.

دغو ځواکونه له پوځي وسایطو سره په ۲۰۷ ظفر قول‌اردو کې خپله ننداره وړاندې کړه او د ښار په بېلابېلو برخو کې له ګرځېدو وروسته خپلې قرارګاه ته ولاړه.

د هېواد په لودیځ کې د ۲۰۷ ظفر قولاردو قوماندان نورالله قادري د امنیتي ځواکونو له همدې نندارې وروسته وویل چې د امنیتي ځواکونو له دې نندارې څخه موخه ډ ټاکنو د بهیر د بشپړ امنیت تامین په برخه کې د وګړیو ډاډ حاصلول او د ښار له بېلابېلو برخو سره د امنیتي ځواکونو آشنا کول وو.

د ۲۰۷ ظفر قولاردو قوماندان د لویدیځ زون اوسېدونکیو ته ډاډ ورکوي چې د ټاکنو ورځې د امنیت خوندیتوب له‌پاره د امنیتي ځواکونو عملیات او پلانونه د هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې دوام لري چې خلک وکړای شي له وېرې پرته خپله رایه وکاروي.

د هرات والي محمدآصف رحیمي او د هېواد په لویدیځ کې د ۶۰۶ انصار زون قوماندان جمعهخان عدلي هم د ټاکنو د امنیت په خونديتوب ټینګار کوي او وایې چې دغه ځواکونه په ښې همغږۍ سره هڅه کوي چې په ټاکنو کې د خلکو ونډې له‌پاره زمینه برابره کړي.

د ۶۰۶ انصار زون قوماندان وایې چې په فراه غور او بادغیس ولایتونو کې هم د امنیتي ځواکونو د ځواکمنتیا ښودنې برنامه پلې کېږي چې هراتیان د ټاکنو د امنیت خوندیتوب څخه ډاډ تر لاسه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام