هرات کې د واورو ورېدو له کبله ۷ کسان وژل شوي

د هرات له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مالي او اداري مدیره رویا حمیدي سلام وطندار ته ویلي چې دغه مرګ ژوبه په انجیل او ادرسکن ولسوالیو کې د دوو کورونو د چت پرېوتو له کبله شوې ده.

حمیدي زیاته کړې چې د تېرې شپې درنو واورو له کبله هرات ښار ته د ټولو ولسوالیو او د ولسوالیو مرکزونو ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوي او له کبله یې د هرات – اسلام کلا او هرات – تورغونډۍ په لویو لارو کې څو مسافر بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندهار کې هم د ورښت له کبله د یوه کور چت پرېوتو شپږ ماشومان مړه او ۱۴ نور ژوبل کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام