هرات کې د تېلو دویم چاڼ‌ځای جوړ شو

د هرات د تېلو او اوبلن ګازو رییس محمداصف علیزی وايي، د تېلو چاڼ‌ځای د دغه ولایت د انجیل ولسوالي په دشت‌حوض سیمه کې په ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو جوړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، یاد چاڼ‌ځای په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۵۰ ټنه تېلو د چاڼ ظرفیت لري چې د ښه کیفیت لرونکیو تېلو په برخه کې به د هرات ولایت اړتیاوې پوره کړي.

د «انصار» په نوم د تېلو په دغه چاڼ‌ځای کې اوس له ۱۰۰ ډېر کسان کار کوي او کېدای شي په راتلونکي کې یې د کارکوونکیو شمېر زیات شي.

د هرات د تېلو او اوبلن ګازو رییس وايي، دا په هرات کې د تېلو دویم چاڼ‌ّځای دی چې له ایران او ترکمنستان نه به ورته اومه تېل راوړل کېږي او دلته به چاڼېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام