هرات تراوسه خیالي ښوونځي او ښوونکي لري

د هرات ولایتي شورا په دغه ولایت کې د خیالي ښوونکیو او د پوهنې په نظام کې له پراخ فساد نه پرده پورته کړه. د هرات د ولایتي شورا مشر کامران عليزايي وايي، که څه هم د دغو ښوونکیو شمېر نه دی معلوم، خو د هرات په هرې ولسوالۍ کې له ۲۰ نه تر ۳۰ پورې خیالي ښوونکي شته، چې معاشونه يې د نورو جېبونو ته ځي.

عليزايي د اسنادو په وړاندې کولو سره وايي، چې په ځېنو سیمو کې د خیالي ښوونکیو شمېر له ۳۰ نه هم اوړي. هغه زیاتوي، چې د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې ۴۷ خیالي ښوونځي موجود دي.

د هرات د ولایتي شورا رییس همداراز وايي، چې د لیسانس پر ځای د دولس پاسو ښوونکیو ګومارنې بله ستونزه راپیدا کړې ده. ده وویل، چې دغه اشخاص له خپلو حقونو نه زیاتې پیسې اخلي او په تېرو ۸ میاشتو کې د دغه ولایت د ولسواليو د ښوونکیو په معاشونو کې له ۳ میلیونو نه زیات توپیر راغلی دی.

عليزايي وايي، چې د هرات ولایت په ډېرو ولسواليو کې د تړل شویو یا نیمه تړل شویو ښوونځیو ښوونکیو ته پوره معاش ورکول کېږي. هغه وايي، چې دا کار له ډېر وخت راهیسې دوام لري، چې دولت یې باید په اړه جدي اقدام وکړي.

د هرات ولایت د پوهنې ريیس عبدالرازق احمدي هم دغه موضوع مني او په دې برخه کې د پوهنې په نظام کې د زورواکیو لاسونه دخیل ګڼي، چې په زور سره یې بې سواده یا کم سواده کسان د ښوونکیو په نامه مقرر کړي دي.

احمدي وايي، چې د هرات د پوهنې په نظام کې فساد سازمان شوی دی او دغه ریاست له شپږو میاشتو راهیسې په ځېنو ولسوالیو کې پلټنې پیل کړي دي، چې په پایله کې یې د فساد په اړه ډېر اسناد او مدارک پیدا کړی دي.

احمدي زیاتوي، ډېر فساد د شینډنډ، ادرسکن، فارسي، ګلران، چشت، اوبه او کشت کهنه ولسوالیو کې شوی دی. د پوهنې ریاست د مسوولانو پر وینا، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې ۴۷ بابه خیالي ښوونځي موجود دي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د لومړي ځل له پاره په خپلو ۱۰۰ کاري ورځو کې له خیالي ښوونکیو او ښوونځیو نه پرده پورته کړه او ویې ویل، چې دغه ښوونځي او ښوونکي د پخواني وزیر میراث دي. له دې هر څه سره – سره بیا هم پخواني وزیر فاروق وردګ دغه تورونه رد کړي وو او ویلي یې وو، چې د ښوونکیو د معاشونو د ورکړې پروسه شفافه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام