هرات؛ د یوه ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي

د هرات د امنیې قومانداني د ویاند د دفتر سرپرست عتیق‌الله وثیق د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي چې د لویې لارې د کنډک ټانک د سړک پر غاړه یوه خښ شوي ماین ورختلی چې له کبله یې ۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

دا پېښه نن سهار ۱۱ بجې د هرات‌ـ‌اسلام‌کلا پر لویې لارې شوې ده.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغې چاودنې مسوولین پر غاړه نه دی اخیستی.

د اسلام‌کلا بندر کمیسار مهرالله بلوڅ بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې یادو امنیتي ځواکونو د هرات د ګمرک رییس حمدالله همدرد موټر چې له ښاره اسلام‌کلا ته روان و، بدرګه کاوه.

د نوموړي په وینا، چاودنه د اسلام‌کلا شهرک بازار ته په ننوتونکې دروازه کې شوې ده.

د هرات د ګمرک رییس حمدالله همدرد بیا دا پېښه د طالبانو د کمین له کبله یادوي او وايي، له هغه وروسته چې د امنیتي ځواکونو ټانګ پر ماین ور برابر شو، د ده پر موټر هم ډزې وشوې چې په وینا یې، له کبله یې چا ته زیان نه دی اوښتی.

همدرد وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د دغې ډلې له لوري ګواښل شوی و. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د هرات د ګمرک رییس پر فساد تورن دی او تازه د ولسمشر له لوري د ګمرکونو له څو نورو چارواکو سره ممنوع‌الخروج شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام