افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاسکي زابل کې پر افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو بريد غندلی او ويلي يې دي چې دا کار د شرم وړ دی.
نوموړي په ټوېټر کې ليکلي:« طالبانو څنګه د نوي کال په لومړۍ ورځ پر خپلو هېوادوالو د بريد امر کړی؟ په داسې حال کې چې ټوله نړۍ له کورونا ويروس سره مبارزه کوي.»
د زابل د تېرې ورځې د سهار په بريد کې ۲۵ امنيتي ځواکونه وژل شوي. د زابل سيمهييز مسوولان وايي چې دا بريد د طالبانو د ۸ کسيزې نفوذي ډلې له لوري شوی. د دوی په وينا، بريدګر وروسته له بريده طالبانو سره يوځای شوي دي.
له دې وړاندې افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په يوه ټوېټ کې افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې وه. نوموړي همداراز له طالبانو غوښتي وو چې له کورونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې له تاوتريخوالي ډډه وکړي.
ولسمشر غني هم په زابل کې پر افغان امنيتي سرتېرو د طالبانو برید غندلی. ارګ یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو دغه ډول بريدونه د سولې فرصت له خطر سره مخ کوي او د دوی پر ضد د ولس کرکه او نفرت لا پیاوړی کوي.