نی: سږ کال خبریالانو ته د معلوماتو لاس رسي له پلوه بد کال و

د ازادو رسنیو ملاتړ (نی) ادارې چارواکي وايي، چې سږ کال په هېواد کې معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې پر خبریالانو ډېر محدویتونه لګول شوي دي.

د نی مشر مجیب خلوتګر وايي، چې په روان زیږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي ۵۸ پېښې ثبت شوي، چې زیاتې هغه یې په چارواکو او زورواکي پورې اړوندې دي.

د نی د موندنو له مخې په ۷۲ سلنه خبریالانو هغه مهال محدودیتونه وضعه شوي چې دوی د معلوماتوغوښتنه کړې.

خلوتګر زیاتوي، په تېرو ۷ کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو ۵۷۵ قضیې ثبت کړي، چې ۱۹۰ پېښې معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې دي.

په همدې حال کې معلوماتو ته د لاس رسي کمېسیون رييس سید اکرام افضلي وايي، د حکومت په کارونو کې د شفافیت یوه برخه  دا ده، چې خلکو ته د معلوماتو ورکولو حق ورکړي.

نوموړی وايي، معلوماتو ته لاس رسی رڼښت او حساب ورکونې ته زمینه برابروي او خلک د حکومت اصلي څښتنان دي؛ حق لري، چې د دوی ژوند پورې تړولو پرېکړو په اړه معلومات ولري.

افضلي زیاتوي، معلوماتو ته لاس سرسي له پاره دوی کړنلاره او مقرره چمتو کړې، چې ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغو مقررو د پلي کولو له پاره ضرب ‌العجل ټاکلی دی.

د سپټمبر ۲۸مه معلوماتو ته د لاس رسي نړیواله ورځ ده. دغه ورځ په افغانستان کې داسې مهال نماځل کېږي، چې زیاتره وخت خبریالان د معلوماتو تر لاسه کولو پر وخت وهل، ټکول او ګواښل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام