نی: د رسنیزو فعالانو هدفي وژنه، نه شو زغملی

د نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) وايي، چې له دې پس د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پلان شوې هدفي وژنې زغم نه لري او له دولته غواړي، چې ژر تر ژره دې دغه ترهګر ونیسي.

په دې وروستیو څو میاشتو کې په ټول هېواد او په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل ښار کې د خبریالانو او شنونکو هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي.

د هدفي وژنو په پرونۍ(دوشنبه) تازه پېښه کې د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني په کور او همدا ډول د مدني فعال طوفان وزیري په موټر برید شوی او څوتنه په کې ټپیان شوي دي.

د نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر رسنیو ته وویل، چې امنیتي بنسټونه دې د رسنیزو فعالانو د ترور لاملونه روښانه کړي.

ده وویل، چې امنیتي او کشفي بنسټونه دې د هدفي وژنو عاملین ونیسي؛ عدلي او قضايي بنسټونو ته دې وسپاري؛ تر څو د خلکو زړه ارام شي.

د خلوتګر په باور په نظام کې د ننه داسې اشخاص موجود دي، چې په غیر مستقیم ډول د پاکستان له ترهګریزې پالیسۍ ملاتړ کوي؛ رسنۍ ګواښي او جدي چلند ور سره کوي.

د نی اداره وايي، چې د حکومت له خوا د خبریالانو زنځیري وژنو دوسیو نه پلټل کېدل پر حکومت د ولس بې باوري زیات کړې ده او د ولس د واټن لامل شوی دی.

خلوتګر اروپايي هېوادونو ته د ولسمشر په سفر کې د ملګرو خبریالانو سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشریفاتو د مرستیال د ناسم چلند څخه شکایت وکړ او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت دې په دې اړه رسنیو ته ځواب ووايي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې په نننۍ(سه شنبه) عمومي غونډه کې ځېنې وکیلانو وویل، چې په هېواد کې وروستۍ هدفي وژنې په هېواد کې د ننه پلان شوي دي او له هیڅ ګاوندي هېواد سره تړاو نه لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي او ډېر ژر به د دغو څېړنو پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام