نی: افغان حکومت د سولې په خپلمنځي خبرو کې هېڅ سره کرښه نه لري

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی چارواکيو نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وویل، افغان حکومت د سولې په روانو خبرو کې هېڅ سره کرښه نه لري. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجرايوي رییس مجیب خلوتګر وویل، د افغان حکومت او طالب استازيو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو په لړ کې باید د بیان ازادي تضمین شي او زياته يې کړه چې د خبرو دواړه لوري د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو لګولو حق نه لري.

خلوتګر زیاته کړه، افغان حکومت هېڅکله په اساسي توګه د بیان له ازادۍ ملاتړ نه دی کړی.

خو د ولسمشر د وياند مرستیاله درانۍ وزیري وايي، د بیان او رسنیو ازادي به معامله نه‌شي او د افغان حکومت پلاوی ژمن دی چې د افغانانو ترمنځ خبرو کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتي.

د افغانستان له خپلواکه رسنیو د ملاتړ اداره یا نی همدارنګه وايي، د تړلو دروازو تر شاه د بین‌الافغاني خبرو ترسره کېدل، د خلکو باور او د غږ ازادۍ ته زیان رسوي او د رسنیو استازي باید بین‌الافغاني خبرو کې حضور ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام