د کليو او بیا رغونې وزارت د ۲۲۹ مېلیونه افغانيو په ارزښت ۷۴ پراختیایي قراردادونه د ځېنو پراختیايي شوراګانو سره امضا کړل.
په دغو پروژو کې نږدې ۱ لکو ۴۹زره او ۷ سوه ۷۹ تنو ته په مستقیم او نږدې ۸۰ زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابريږي.
ددې پروژو له منځه ۶۷پروژې د اسیا د پراختیایي بانک له لورې او ۷ نورې (نږدې ۱۰ سلنه) هغه یې د افغانستان دولت له لورې تمویليږي.
دغه پروژې د بلخ، سمنګان، پنجشیر، غور، بامیان، لغمان، تخار، لوګر، پکتیا، جوزجان، کونړ، نورستان، وردګ، دایکندي او سرپل ولایتونو کې تطبیق کيږي.
د کليو د پراختیا وزير نصیر احمد دراني نن شنبه( ډسمبر۵مه) په یوې خبري ناسته کې وویل، دې وزارت د سولې له پاره د کارموندنې ملي پروګرام په درشل کې د کليو لارو، وړو بندونو او د کانالونو د پاکۍ په برخه کې نږدې په ۳۹ ولسواليو کې کارونه پېل کړي دي.
دراني زیاته کړه،« ددې کار د چټکتیا له پاره د پوهنتونونو او د نیمه لوړو زده کړو له موسسو نږدې ۴۳۰ فارغان په دندو ګمارل شوي او تېره پنجشنبه ولایتونو ته استول شوي دي»
درانی زیاتوي، چې وزارت یې د ټولټال ۳۸۹مېليون ډالرو پراختیايي بودېجې څخه ۲۷۴ چې ۷۰ سلنه کيږي لګولې ده.
دغه وزیر زیاتوي، چې ددې طرحې د لومړي پړاو بشپړاوي سره به په ۱۲ ولایتونو کې ۵ مېليونه او ۲۵ زره کاري ورځې د ۲۱۰ زره کارکوونکو له پاره د لنډ مهال له پاره برابرې شي.
ددې وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه دوی نږدې د ۵۱۹۲ پراختياي طرحو قراردادونه په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۳۶ ميليونه امريکايي ډالرو اندازه په ۱۰ برخو کې د ځېنو شرکتونو او پراختيايي شوراګانو سره امضا کړي دي.