نړېوالو جراحانو په هرات ولایت کې پنځمه غونډه وکړه

په هرات ولایت کې د نړېوالو جراحانو په ګډون د المان، انګلستان او هندوستان هېوادونو جراحانو په خپلو منځو کې د روغتیا په برخو کې د پرمختګ او د تجربو د شریکولو په موخه دغه ناسته کړې ده.

په لویدیځ زون کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر عزیز احمد علومي وايي، په تېرو کلونو کې به یواځې د لویدیځ زون ډاکټرانو په خپلو کې ناسته کول، خو سږ کال له نورو هېوادونو نه هم جراحي ډاکټران راغلي دي.

د دغې ناستې جوړېدا له بهرنیو ډاکټرانو نه د نوي طب په اړه د تجربو د یادولو په برخه کې ګټور ګڼل شوی دی.

د هرات ولایت جراحان وايي، چې له بهرنیو ډاکټرانو سره دغه ډول غونډې کولی شي، چې دوی د طب په برخه کې له نویو پرمختګونو او روشونو خبر کړي.

د مغز او عصابو جراح ډاکټر محمدناصر ادیب وايي، چې په دغه غونډه کې ګډونوال متخصص ډاکټران د طب په برخه کې نوې تجربې او طریقې له جراح ډاکټرانو سره شریکوي، چې په عملي برخه کې ترې کار واخلي.

د طب په برخه کې نوي پرمختګونه او د مډرنې جراجۍ نوې لارې چارې د دغې غونډې موخې وې.

د غونډې د ګډونوال له ډلې بل جراح ډاکټر احمد رشاد حفیف وايي، د دغه ډول غونډو او ناستو برابرول دا ګټې لري، چې د هېواد جراحان په ځانګړي ډول د هرات د جراحي ډاکټرانو په پوهه کې زیاتوالی راولي او هېوادوال دې ته اړ نه شي، چې د درملونو لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي.

د دغې غونډې بهرني جراحان د هرات ولایت د ډاکټرانو د اتحاديي له خوا وربلل شوي وو.

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران د امکاناتو له نه موجودیت، طبي وسایلو له نه شتوالي او امنیتي ستونزو له ډېرښت نه شکایت کوي، دوی له حکومت نه د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

د افغانستان په زرګونه ناروغان هر کال د لازمو تجهیزاتو او متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي له امله د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي او د روغتیا د حاصلولو لپاره زرګونه ډالر لګښت ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام