د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون په افغانستان کې د کورونا ویروس د منفي اقتصادي او ټولنیزو اغېزو پر وړاندې د مبارزې، د زیانمنو کسانو لپاره د لومړنیو اسانتیاوو برابرولو او د خصوصي تشبثونو د ملاتړ په موخه د ۲۰۰ میلیونه ډالرو وړیا کڅوړه تصویب کړې ده.
د دغه بانک د خبرپاڼې له مخې، په یاده مرسته کې ۱۰۰ میلیونه ډالر د نړیوالې پراختیا ادارې له لوري چې له بېوزله هېوادونو سره د نړیوال بانک د مالي مرستو څانګه ده او ۱۰۰ میلیونه نور د افغانستان د بیارغونې صندوق مرسته ده چې نړیوال بانک یې د ۳۴ هېوادونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو په استازولۍ مدیریت کوي، تړاو لري.
تمه ده چې افغانستان په یادو پیسو د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د پالیسیو د ښهوالي، برښنا، اوبو او مخابراتي خدمتونو په برخه کې ولګوي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک ډلې رییس هینري کرالي ویلي: «په داسې حال کې چې کورونا ویروس د افغانستان پر اقتصاد او ملي عوایدو پر کموالي اغېز کړی، د مالي سرچینو دغه پروګرام د کورونا ویروس د منفي اغېزو پر وړاندې مبارزې لپاره افغانستان ته برابروي.»
نړیوال بانک تمه لري چې د دغه پروګرام په پلي کېدو سره به د کورونا ویروس منفي اغېزې لرې او د اقتصادي پرمختګ لپاره به بنسټیز کارونه وشي.
د نړیوال بانک په وینا، کورونا ویروس په افغانستان کې پر بېلابېلو روغتیايي، اقتصادي او ټولنیزو برخو منفي اغېزې کړي چې له کبله یې د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ او ملي عواید کم شوي دي.
د نړیوال بانک د خبرپاڼې له مخې، په پام کې ده چې په دغو پیسو د روغتیايي کارکوونکو د ساتنې، په ښوونځیو کې د جنسیت له اړخه تاوتریخوالي په اړه عامه پوهاوي او د نوښتونو په برخه کې د زدهکوونکو د هڅونې په برخو کې هم کار واخیستل شي.
نړیوال بانک شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم د کورونا ویروس د ناورین مدیریت لپاره له افغانستان سره ۴۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې وه.